د بايو ميټريک دستگاه په اړه څو خبري

١.د انتخاباتو کميسيون د ټاکنو د مخه ويلي چي موږ هر مرکز ته يو اضافي بايو ميټريک دستگاه ليږو اوس که  څوک دا بهانه کوي چي زموږ سيمه کي بايو ميټريک دستگاه کار نه دى کړى يا خراب شوې دروغ وايي تقلب ته زمينه مساعدوي چي جعلي رائي تېري کړي.

٢. همدا راز کميسيون او دارمالوگ کمپنۍ د ټاکنو مخکي د ټولو کانديدانو نماينده گانو ته په سرينا هوټل کي ډاډ ورکړى چي ټولې بايوميټريک دستگاوې چيک شوې او سل فيصده کار کوي، اوس چي د کار نه کولو خبره ئې يو ټيم راپورته کوي د تقلب پرته بل هيڅ هدف نلري، بايو ميټريک دستگاه هر ځاي کي کار کړى ، چيري  چي  يوې نه دى کړى هلته يوه اضافه وه، که دا دواړو کار نه وي کړى نو قصدي عمل دى او د ټاکنو کميسيون د اصولو له مخي ټولې رائي باطلي دي.

٣. هغه خلک چي وايي زموږ سيمه کي انترنيت نه وصل کيده يا ئې کار نه کوه ځکه نو خلکو د بايو ميتريک پرته رائي ورکړي يا ډير ناپوهه دي يا ناخبره ځکه چي د بايو ميتريک دستگاه پرته له انترنيت څخه هم کار کوه او دا خبره مياشت مخکي کميسيون او کمپنۍ د ټولو کانديدانو نماينده گانو ته کړى وه چي د انترنيت نشتوالې په صورت کي يوازې دستگاه د سرور سره نه وصل کيږي نو ټول اجرات کولې شي او ډيټا په چيپ يا ميموري کي ثبتيږي کله چي ميموري مرکز ته انتقال شي نو ټوله ډيټا به ترې په سرور کي محفوظه شي لهذا د انترنيت بهانه هم بي ځايه او تقلب ته لار جوړول دي.

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !