امنیت شورا د (یوناما) ماموریت یو کال نور هم وغځاوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور هم وغځاوه. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر اختلافات رامنځ ته شوي وو، خو تر ناندریو وروسته پرېکړه وشوه، چې یوناما به یو کال نور هم په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي. دوی سپارښتنه کړې چې یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر به په افغانستان کې د سولې، ټاکنو، ثبات او بشري مرستو په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او له ښکېلو لورو یې د مذاکراتو د پيل او د جګړې د پای غوښتنه کړې ده.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !