نيکولاس کې: د امریکا او طالبانو مذاکرات به بېرته پيل شي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې ويلي، د افغانستان جګړه له پوځي لارې نشي حل کېدای او د امریکا او طالبانو ځنډول شوې خبرې به بېرته پيل شي.

نيکولاس کې وايي، د افغانستان حکومت سره د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي او په عين حال کې ناټو د افغانستان جګړې د پای ته سولو لپاره خپلو سوله ‌ييزو هڅو ته هم دوام ورکوي.

د ناټو استازي ټينګار کړی، چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او بايد ټولې ښکېلې غاړې د دې کشالې د سوله ييز حل لپاره هلې ځلې وکړي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره نهايي شوې خبرې لغوه کړې.

د ټرمپ د پرېکړې سربېره د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، نور سياستوال، ناټو او ملګري ملتونه له طالبانو سره د خبرو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي او وايي، چې د افغانستان جګړه بايد له طالبانو سره له سوله ييزو لارو حل شي.

طالبان هم وايي، دوی لا هم له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن دي او له هوکړې وروسته به له امریکا سره اوربند هم وکړي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او له امریکا سره د خبرو مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي، چې دوی لا هم له امريکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او که امریکا له سوله ييزو خبرو انکار کوي، نو افغانان ورسره تر راتلونکو سلو کلونو هم جګړې ته تيار دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !