واشنګټن ایګزماینر: د افغانستان په اړه د جوبایډن څرګندونې تېروتنه وه

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د مرستیال او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند جو بایډن څرګندونو ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي، د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې ښایي تېروتنه وي. د ورځپاڼې په وینا، د نوموړي موخه ښایي عراق وي ځکه هغه وړاندې تر دې هم د عراق په اړه داسې څرګندونې کړې وې. ورځپاڼې د یوه امریکایي پخواني چارواکي څرګندونې راخیستي دي چې ویلي یې دي، بایډن مخکې تر دې هم د عراق په اړه کټ مټ څرګندونې کړې وې، دی په عراق او افغانستان کې غلط شوی دی. د سرچینې په خبره، د عراق لپاره وړاندې هم داسې وړاندیز شوی وو چې د کوردانو، شیعه ګانو او سونیانو لپاره په درېیو جلا سیمو وویشل شي خو د پخوانیو ولسمشرانو له لوري جدي ونه ګڼل شو.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !