د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه اعلاميه

بسم اللّٰه الرَّحمن الرَّحيم

د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه اعلاميه

نامسئولو اقتدار غوښتونكو؛ د دې پر ځاى چي د جمهوري رياست له انتخاباتو ئې د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړه كړې وى؛ له هغه ئې شرمناكه افتضاح جوړه كړې ده، د پراخ او مهندسي شوي تقلب لپاره شپه ورځ بوخت دي، اخلاقي حدود، قانوني موازين او د سالم او انساني رقابت ټولي غوښتني او معيارونه تر پښو لاندي كوي، واليان، ولسوالان او امنيه قومندانان ئې كمپاينران دي، په دولتي دفترونو كي د ويډيو كنفرانسونو له لاري غونډي جوړوي، له دولتي امكاناتو بې درېغه او له هرراز محدوديت پرته استفاده كوي، خو سره لدې ئې غونډي ډېري پيكه دي او په هغوى كي د ولسي مشاركت ټيټه كچه د يوه واده مراسمو ته ورته ده، د ځينو غونډي د كابل ښار د هوټلونو تر سالونو پوري محدودي دي، يوه ټيم د دوه دريو صحرايي غونډو جسارت وكړ خو دومره پيكه، وړې او له بدنظميو او اړ دوړ ډكي وې چي پښېمان ئې كړل او له تكرار ئې لاس اخيستو ته اړ كړل!! د (بې آب) پر سټيج د اوبو بوتلونه وورېدل!!

 

لكه چي اطلاع لرئ؛ ټولو مهمو سياسي احزابو او د جمهوري رياست د انتخاباتو ټولو نوماندانو له دولت، د انتخاباتو له كميسيون او ذيدخلو بهرنيو لوريو وغوښتل چي په انتخاباتو كي د هر واجد شرائط افغان د بلا استثناء مشاركت او د انتخاباتو شفافيت تضمينولو لپاره بايد د دوى څو غوښتني ومنل شي:

 

1.       د انتخاباتو په زوړ او تقلب زېږوونكي ناكاره سيستم كي بايد تغيير راشي او له (SNTV) نوي (MDR) سيستم ته واوړي، دې غوښتني د انتخاباتو په مخكني قانون كي د تغيير غوښتنه كوله، جمهور رئيس د نوماندانو او كميسيون له مطالباتو سره توافق وكړ او د فوق العاده فرمان په نتيجه كي دا تغييرات ومنل شول. خو د يوه هېواد سفير دا متفقه پرېكړه او اجماع او د جمهور رئيس فرمان ويټو كړ او كميسيون هغه ته غاړه كښېښوده.

2.       څلور انتخابات (د جمهوري رياست، ولسواليو او ولايتي شورى گانو او د غزني انتخابات) بايد هممهاله او په 6 ميزان ترسره شي، نوموړي سفير دا توافق او اجماع هم ويټو كړه؛ په داسي حال كي چي د ولسواليو او ولايتي شورى گانو انتخابات د جمهوري رياست د انتخاباتو په څېر ارزښت او اهميت لري، له دې انتخاباتو پرته به د قانوني لويه جرگې او مشرانو جرگې ځاى د تل لپاره تش وي، او په ټولو مهمو ملي مسائلو كي به د تصميم له عالي او د ټول ملت ممثلي مرجع محروم وو او واكمن به د خپلي خوښي لويي جرگې جوړوي او انتصابي سناتوران به ټاكي. دا هغه څه دي چي د هېواد كورني او بهرني دښمنان ئې غواړي.

3.       پر تذكرو د سټيكرو لگېدو شرط بايد منتفي شي، دا ځكه چي له يوې خوا د ډېرو سيمو استوگن د امنيتي وجوهاتو له كبله پر خپلو تذكرو د سټيكرو له نصبولو ډډه كوي، له دې كبله چي د دولت وسله والو مخالفينو له گواښ سره مخ كېږي، له بلي خوا په مليونو جعلي تذكرې او جعلي سټيكري توزيع شوي، د خاصو سيمو استوگنو ته وركړى شوي او هغه ترې محروم كړى شوي چي تقلب كوونكي په كي نفوذ نه لري.

4.       نوم ثبتونه او رأى كارونه بايد په يوه ورځ او د معياري بايوميترك تجهيزاتو په مرسته ترسره شي. داسي چي څوك د دوه ځله نوم ليكلو او دوه ځله رأى وركولو هڅه وكړي؛ نو دا وسائل ئې هم د گوتو له نښو، هم له تصوير او هم له نوم وپېژني او مخه ئې ونيول شي. دولت د درملوك له كمپنۍ سره په خپل سر او د نوماندانو له مشورې او موافقې پرته د داسي غيرمعياري وسائلو تهيه كولو معامله كړې وه چي نه د گوتو نښي پېژندى شي او نه تصوير، نه يوازي د تقلب مخه نشي نيولى بلكي د تقلب ممد او آسانوونكي دي. د نوماندانو استازو اعتراض وكړ، كمپنۍ په ځواب كي وويل: موږ ته د همداسي وسائلو برابرولو سپارښتنه شوې وه!!

5.       بايد د انتخاباتو پر ټول بهير؛ له سر تر پاى؛ د نوماندانو د ناظرينو بشپړ نظارت تضمين شي.

6.       د هر سايټ ټول بهير بايد لحظه په لحظه او په مباشره توگه د رسنيو او نوماندانو تر نظارت لاندي وي او معلومات ئې ترلاسه كړى شي، د انتخاباتو د ورځي په پاى كي ټول پوه وي چي په هر سايټ كي هر نوماند ته څومره رأى وركړى شوې او مجموعي كارول شوې رأيي څومره وې. خو كميسيون تر ننه داسي څه نه دي كړي چي نوماندان له دې پلوه ډاډمن او اندېښنې ئې رفع كړي.

7.       هيڅ واجد شرائط افغان؛ كه دا مهاجر دئ، كه بې ځاى شوي افغانان او كه د ناامنو سيمو استوگن، بايد په هيڅ بهانه او پلمه د رأى وركولو له حق محروم نه كړى شي. نن 6 مليون افغانان له هېواد بهر مهاجر دي، 3 مليون بې ځاى شوي او تر نيمايي زيات هېواد او استوگن ئې د دولت له واك او سلطې بهر، واكمن او د انتخاباتو كميسيون غواړي داسي انتخابات ترسره كړي چي نږدې 70% افغانان به له مشاركت محروم وي!! او دا د دې لپاره چي په افغانستان كي له فعال نظامي حضور برخمن هېوادونه د خپل ناكام او خونړي حضور د توجيه لپاره نړۍ والو ته ووايي: دا دئ په افغانستان كي مو ديموكراسي پلې كړه او يو ځل بيا مو انتخابات ترسره كړل!!

8.       د بهرنيانو د هرراز مداخلې او لاسوهني مخه بايد ونيول شي؛ د انتخاباتو د كميسيون په هيڅ ادارې كي بايد هيڅ بهرنى مأمور او مشاور نه وي.

كه د انتخاباتو كميسيون د دولت په فرمان او يا د بهرنيو په امر؛ دغو غوښتنو ته اعتناء ونه كړي، د انتخاباتو تر ورځي دا شرائط تأمين نشي او په يوه اړخيزه توگه د نوماندانو له مشورې او موافقې پرته له تقلب ډك انتخابات ترسره كولو هڅه وكړي؛ نو نوماندان به مجبور وي چي د مهندسي شوي تقلب د مخنيوي لپاره په لازمو اقداماتو لاس پوري كړي.

له بهرنيو او افغان امنيتي ځواكونو غواړو چي د ملت او دولت تر منځ په نزاع او شخړي كي د واكمنو او تقلب كوونكو تر څنگ ونه درېږي، د ولس رأى او غوښتنو ته تمكين او درناوى وكړي.

ټول بايد پوه وي چي افغانان نه مطلق العنان واكمن مني، نه چا ته اجازه وركوي چي د دې سرلوړي ولس آقا او بادار ترې جوړ شي، پر برخليك ئې لوبي وكړي، د تقلب له لاري د قتدار پر گدۍ كښېني او څه چي ئې هوى او هوس غواړي؛ هغه له ولس او هېواد سره وكړي، نه پرېږدي چي څوك د انتخاباتو په اړه ځان د بشپړ واك خاوند وگڼي، د هيچا مشورې او توافق ته اعتناء ونه لري، د تقلب، جعل او عاريتي زور له لاري پر افغانانو د حكومت كولو شوق وكړي؛ د نامشروع اقتدار لېوال دي د افغان ولس شديد غبرگون ته انتظار وكړي. په انتخاباتو كي د تقلب او درغليو هڅه به د دې نظام پر تابوت وروستى مېخ ثابت شي. فانتظرو إنا معكم منتظرون: نو انتظار وكړى چي موږ هم درسره منتظر يو!!

 

حزب اسلامي افغانستان

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !