د حزب اسلامي امير د تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته له سفر وروسته په کابل کي د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو

د حزب اسلامي مشر محترم حکمتیار د سولې او اسلامي عدالت ټیم له کاروان سره يو ځای نن مازيګر کابل ته راستون شو او په کابل کي د خپلو پلويانو له خوا ئې تود هرکلی وشو.

ښاغلي حکمتیار او ورسره پلاوي ته ئې د الحاج نجيب الله اسلاميار لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وويل شو او وروسته د خلکو لخوا تر ټاکلی ځای پورې بدرقه شو.

په دې اړه د ښاغلي اسلاميار په کور کې يو غونډه هم رابلل شوې وه چي پکي د کوهدامن او په ځانکړې توګه د شکردرې سرلوړي او مجاهد ولس برخه اخيستې وه.

غونډې ته په وينا کي د سولې او اسلامي عدالت ټيم د کمپاين عمومي رئیس څارنوال عبدالستار خواصي په خپلو لنډو خبرو کي د هېواد يو شمېر شمالي ولایتونو ته د ښاغلي حکمتیار او ورسره پلاوي د سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي خواصي وويل: په ټولنيزو رسنيو کي پر حکمتیار د بريد خبرونه حقيقت نلري او حکمتیار له خپل ستر کاروان سره يو ځای دادی نن مازیګر روغ رمټ کابل ته راستون شو.

نوموړي زیاته کړه: د تخار، بدخشان او بغلان ولسونه د جهاد او آزادۍ له رهبر ښاغلي حکمتيار سره ځانګړې مینه لري او حتی خلکو د شپې ترناوخته پورې د حکمتیار د ورتګ انتظار کاوه.

ښاغلی خواصي وويل: سره لدې چې په شمالي ولایتونو کي امنيتي وضعیت چندان ښه ندی، خو خلکو په ډېره لېوالتیا زموږ په غونډو کي برخه واخيسته او الحمدالله چي دا غونډې د کميت او کیفيت له مخې بېسارې وې.

ورپسې د حزب اسلامی مشر څو لنډې خبرې وکړې او د خلکو له خوا د جوړې شوې میلمستیا او تود هرکلي ئې ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلي حکمتیار وويل: موږ اسلام ته ژمن يو په خپل هېواد کي اسلامي نظام غواړو، داسې چي د هېواد په ګوټ ګوټ کي د اسلام بېرق رپانده وي، عدالت تأمين شي او زموږ د شهيدانو آرمانونه پوره شي .

د حزب اسلامی مشر زياته کړه: موږ مطمئن یو چی روان بحران به پای ته رسيږي، جګړه به ختميږي، دلته به اسلامي او د افغانانو د خوښې نظام او حکومت راځي او موږ هم ژمن يو چي د آزاد خپلواک او سرلوړي افغانستان د جوړېدو لپاره به د ژوند تر پایه خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.

هېره دې نه وي چي په دې نهه ورځني سفر کي له ښاغلي حکمتیار سره د نوموړي مرستیالانو او د سولې او اسلامي عدالت ټیم ګڼ شمېر غړو ملتيا کوله او په پام کي ده چي د سفرونو دغه لړۍ د هېواد يو شمېر نورو ولایتونو ته هم وغځيږي.

يک شنبه، ۲۷ سنبله ۱۳۹۸

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !