غزني کې ګډو ځواکونو دوه مساجد تخریب او امامان وژلي

 

د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دوه مسجدونه او یوه مدرسه تخریب کړي او پنځه تنه ولسي وګړي یې وژلي.

د راپورونه په اساس، چاپه تېره شپه د ګډو ځواکونو له لوري د ګېرو ولسوالۍ په دیسي نومي سیمه باندې اچول شوې، چې په پایله کې یې ۲ بابه مساجد او ۱ مدرسه تخریب شوي او د مساجدو د ۲ امامانو په ګډون پنځه تنه عام وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، ګډو ځواکونو د چاپې په مهال ۲ کورونه هم تخریب او قیمتي شیان یې له ځانه سره وړي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د غزني ولایت مقام او امنیه قومانداني په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !