د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: په تنګي کې د هوايي برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي

په میدان وردګو کې په یوه هوایي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او د یوې کورنۍ غړي وو. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي ددوی موندنې ښيي، چې د میدان وردګو ولایت په تنګي دره کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. ددغه کمیسیون په وینا وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وو چې له یوې مېلمستیا راستنېدل. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند شکر الله مشکور وايي په دې اړه یې له بهرنیو ځواکونو سره خبرې پيل کړې دي او دوی اړ دي چې د یادو کورنیو زیانونه جبران کړي. د مشکور په خبره بهرني ځواکونه نه یوازې دا چې د زیانمنو کورنیو زیانونه ورکوي، بلکې ددې ژمنه به هم کوي چې نور د ورته پېښو له تکرار مخنیوی کوي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !