د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه د طالبانو او امريكا تر منځ د مذاكراتو توقف

بسم الله الرحمن الرحيم

د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

د طالبانو او امريكا تر منځ د مذاكراتو توقف

حزب اسلامي افغانستان د متحده ايالاتو د جمهور رئيس له لوري په يوه اړخيزه توگه له طالبانو سره د اوږدو مذاكراتو توقف او د شوو توافقاتو الغاء د تأسف وړ بولي، او هغه د ټول افغان ولس او په ځانگړې توگه د طالبانو د هيئت سپكاوى او اهانت گڼي. مخصوصاً چي ښاغلي ټرمپ په يوه شخصي ټويټ سره مذاكرات متوقف كړل او دا دليل ئې وړاندي كړ چي طالبانو څو ورځي وړاندي د هغه يريد پړه ومنله چي په ترڅ كي ئې يو امريكايي سرتېرى وژل شوى. دا په داسي حال كي چي د امريكايي ځواكونو او د دوى تر حمايت لاندي 01 او نورو قطعاتو د گډو بريدونو او جنگونو په ترڅ كي هره ورځ شاوخوا درې سوه افغانان وژل كېږي!!

د هغو جنگ غوښتونكو پر ناوړه دريځ او نامعقول غبرگون هم تعجب كوو چي د مذاكراتو په توقف خوښ برېښي!! څنگه به يو شريف او باضمير افغان په داسي كار راضي شي چي د افغانانو په مزيد وژلو او د افغانستان په لازيات ورانېدو منتج كېږي، د جگړو د دوام او د افغانانو د مزيد مرگ ژوبلي او وينو تويېدو مسئوليت به د هغو پر غاړه وي چي د سولي له راتلو وېرېږي او پر هر هغه كار خوښ وي چي پايله ئې د جنگ دوام وي، په جنگ كي بهرنيان نه بلكي افغانان مري، د همدې كال په تېرو شپږو مياشتو كي نږدې پنځوس زره افغانان وژل شوي؛ خو د وژل شويو بهرنيانو شمېر تر لسو تنو لږ دئ!!

طالبانو ته مو سپارښتنه دا ده چي كه د همدغو مذاكراتو د بيا پيل او پر توافقاتو د عمل امكان وي نو ښه به وي چي ترې ډډه ونه كړي، خو كه د جگړي دوام ته ځان اړ بولي نو له داسي جگړو دي ډډه وكړي چي په ترڅ كي ئې مظلوم او غيرمحارب افغانان مري، د داسي جگړي لپاره چي ناحقه وينه په كي توى شي، نه شرعي توجيه موندلى شو او نه عقلي توجيه؛ كه څه هم دا د يوه غيرمسلمان انسان ناحقه وينه وي.

 

۱۸سنبله ۱۳۹۸

 

حزب اسلامي افغانستان

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !