تادامیچي یامموتو: ژر تر ژره دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاممتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي په افغانستان کې په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې مهم پرمختګونه رامنځ ته شوي وو. د افغانستان په اړه د امنیت شورا په دې غونډه کې تادامیچي ټينګار کړی چې افغان جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او څومره ژر چې کېږي باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي. نوموړي زیاته کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې ښکېلې خواوې نور له جګړو لاس واخلي او په سوله ییز فضا کې ژوند پيل کړي. تادامیچي د ټاکنو په اړه هم ویلي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډ ناامني او د وسله والو ډلو تهدیدونه دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !