حزب اسلامي ترپخوا لا زيات مضبوط شوى!

حزب اسلامي تر پخوا لا زيات مضبوط شوى او په ولس كي ئې نفوذ تر پخوا ډېر زيات دئ، د ځوانانو او منورينو اكثريت له حزب اسلامي سره دئ.

نورو ډلو؛ كه دا كمونستي ډلې دي او كه پرونۍ جهادي ډلې، له اشغالگرانو سره د ملگرتيا په وجه ئې خپل اعتبار له لاسه وركړى، ولس ته د ويلو لپاره هيڅ نه لري.

د افغانانو په څېر آزادي غوښتونكي ولس كې، هغو ډلو ته هيڅ حيثيت او اعتبار نه پاته كېږي چې دښمن ته تسليم شي او د هېواد په اشغال كې د يرغلگرو ملگرتيا وكړي.

دا حقيقت به لا نور هم هغه مهال هر چا ته څرگند او واضح شي چې بهرني ځواكونه ووځي او د افغان ولس ټولو قومونو او پرګنو ته د خپل برخليك او د خپلې خوښې زعامت ټاكلو فرصت وركړى شي.

صادق افغان

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !