استرالیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنایتونه څېړي

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وایي چې په دې وروستیو کې د استرالیايي پوځ مهم چارواکي او قضايي کارکوونکي افغانستان ته تللي څو د استراليایي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو له عیني شاهدانو سره وګوري. څه موده وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي وو، چې استراليایي ځواکونو په ارزګان او ځينو نورو ولایتونو کې عام وګړي په بې رحمانه توګه وژلي دي. په راپور کې راغلي وو، چې دغه ځواکونو ان په خوب ویده کسان په لوی لاس په نښه کړي او ګڼ نور جنګي جنایتونه یې هم ترسره کړي دي. د استرالیا حکومت هغه مهال ویلي وو، چې دغه پېښې به څېړي. اوس رسنۍ وایي چې استراليايي چارواکو ددغه جنګي جنایتونو څېړنه پيل کړې ده.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !