ټاکنې د جهاد،دعوت او مبارزې سنګر!!

مونږ د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز ټیم په دننه کښې د ښاغلي حکمتیارصاحب په رهبرۍ او لارښوونه ،د ولسمشرۍ ټاکنې د ټولو ستونځو او مشکلاتو سره یوځای د جهاد في سبیل الله یو مهم مورچل ،د الله تعالی په لور د دعوت او د حق په لار کښې د سولې ،عدالت او خپلو هېوادوالو ته د خدمت دهڅو او مبارزې یو مهم ګام ګڼو. مخکې له دې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر ته دننه شو له خپل رب سره مو تعهد وکړ او نیت مو کړی وو چې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر به د جهاد،دعوت ،مبارزې او د امر باالمعروف او نهی له منکر د مجال ترلاسه کولو میدان ګڼو،هر وخت ،په هر ګام،په هرکار ، هر اقدام او د هرې افغانۍ مصرف او خپله هره هڅه د الله تعالی په وړاندې احتساب کړو او عبادت یی وشمېرو. دعا کوو چې الله تعالی مونږ په دی هڅو او مجاهد او صادق داعي نیت کښې ثابت او بریالي کړي. دی ته په پام سره د انتخاباتو په بهیر کښې زمونږ هیڅ هڅه او هاند بې ځایه او عبث ندی. څه دا چې ټاکنې ترسره شي او یا نه،څه دا چې مونږ د ولسمشرۍ تر چوکۍ ورسیږو او د هېواد چارې په لاس کښې ولرو او خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو او یا د لوی څښتن اراده بل څه وي ،البته چې د ټاکنو د شفافیت ،خپلواکۍ او د دقیقو څېړنو له مخې چې ترسره شوي دي د ولسي پراخ ملاتړ له اړخه خپل ټاکنیز ټیم بریالی ګڼو. په هر حالت او صورت کښې د دی حدیث شریف سره سم"إنما الأعمال بالنيات و إنما لکل إمرء ما نوی..." بإذن الله مونږ بریالي او کامیاب یو او د قرانکریم د مبارک ایت سره سم "إن الله لا يضيع أجر المحسنين" زمونږ عمل او هڅې بې ځایه او نه هدر کیږي ځکه خدای تعالی د ښېګڼو ترسره کوونکو اجر نه ضایع کوي مونږ د ولسمشرۍ ټاکنې د تغیر او بدلون او د خلکو په برخلیک کښې د مثبت پرمختګ سرچینه ګڼو او د افغانستان مظلوم ولس ،د هېواد نجات د جنګ،ناامنیو،فقر،اشغال،ظلم ،فساد،بهرنۍ مداخلی،د بهرینو ځواکونو شتون او د تبعیض او بې اتفاقیوڅخه د خلاصون سبب ګڼو او غواړو چې له دې لارې خپلو لوړو ارمانونو ته چې د هغو لپاره مو جهاد او مبارزه کړې ورسیږو. مونږ له دې ټاکنو څخه د نفساني غوښتنو او د چوکیواو یا د پیسو ،قدرت او نوم نښان غوښتونکي نه یو او سیاسي واک د خدای تعالی د بندګامو لپاره د خدمت او د خدای تعالی په ځمکه د خدای تعالی د قانون دپلي کولو لار ګڼو. په همدی ډول چی مخکې مو په څو څو ځله ویلي دي یو ځل بیا خپلو پلویانو ،ملاتړو او مرستندیانو او د سولې او اسلامي عدالت کمپاینرانو ته توصیه کوو او تر غوږو یی ورسوو چې په هره چاره کښې خپل نیتونه پاک اوصاف ولري او یواځې د خدای تعالی د رضا تر لاسه کول خپل لوړ هدف وګڼي او پوه د شي چی دوی د خدای تعالی د لارې مجاهدین،د حق دلارې،عدالت داعیان او مبارزین او د هېواد د نجات په لار کښې رضا کاره سپاهیان دي او مونږ خپل ټول اجر د رحمان او شکور رب ج څخه غواړو او راسخ او جازم ایمان لرو چې: "فمن يعمل مثقال ذرة خيرا يره و من يعمل مثقال ذرة شرا يره.." او توفیق د پالونکي رب ج څخه دی.

لیکوال:پوهندوی دکتور فضل الهادي وزین دسولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز جوړښت لومړی مرستیال ژباړن:مصباح الله عابد

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !