د اخلاقو مرعات کول د ټاکنیزو رقابتونو او سیالیو په ترڅ کښې!

زمونږ غوښتنه او لومړیتوب دا دی ترڅو سیاسي ټاکنیزې سیالۍ او رقابتونه د ټاکنو په میدان کښې د نیکو انساني ،اسلامي ،اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وي. لنډغري،ښکنځلې او فحش ویل،توهین کول د رغنده سیاسي مباروز په فرهنګ کښې ځای نه لري. مونږ خپلو ټولو پلویانو یعنې د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز ټیم پلویانو ته د هېواد په لراو بر کښې لارښوونه کړې ده چې د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کښې اسلامي احکامو او لارښوونو ته ملتزم او پابند واوسي او د قراني اصولو په رڼا کښې: "و قولوا للناس حسنا"یعنی له خلکو سره په نیکۍ خبری وکړی ،د قلم عفت،د ژبې عفت، او انساني کرامتونو ته احترام(و لقد کرمنا بني آدم) ولری،د سیاسي رقیبانو شخصي او خصوصي حریم او په کورنیو چارو کښې یی له مداخلی څخه ډه ډه وکړی او خپله پاملرنه او تمرکز د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز ټیم پر برنامو او نظرونو باندی ولری او د افغانستان مومن او مجاهد ولس ورته راوغواړی،د نقد او نیوکې دد اړتیا په حالت کښې د سیاسي رقیب برنامې او تګلارې او افکار په مودبانه توګه نقد کړی نه د هغه شخص او کورنۍ او خصوصي ژوند! د سولې او اسلامي عد الت ټاکنیز جوړښت هوډ لري او مصمم دی چې د ټاکنیزو سیالیو په جوړولو سره د نورو لپاره د انتخاباتي سیالیو او اخلاقو نمونه او مثال وګرځیږي او د ټاکنیزو مبارزو فرهنګ،مهذب او راشد سیاست او د اخلاقو پر بنسټ ولاړ د اسلامي ارزښتونو په سیوري کښې د یوه سپېڅلي اخلاقي کمپاین د په لار اچولو په ترڅ کښې مهم او محوري رول ولوبوي او نورو ته الګو وګرځي. د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز جوړښت لکه څنګه چې په نورو میدانونو کښې له خپلو رقیبانو وړاندی دی ان شاء الله د ټاکنیزو سیالیو په اخلاقو او د تمدني ارزښتونو په ساتلو او پلی کولو کښې به هم تر نورو وړاندې او سرلاری وي. که په څرګندو ټکو سره ووایم د سولې او اسلامی عدالت انتخاباتي جوړښت غواړي د نورو تمدني مثبتو ارزښتونو په څېر د انتخاباتي کمپاینونو اوسیالیو د اخلاقو او ارزښتونو بنسټ هم په خپل لاس کیږدي او د سیاسي مبارزو ډګر ورغوي. والله الموفق. #انتخابات #اخلاق_انتخاباتی #اخلاق_اسلامی #تهذیب #تمدن #رقابت_سالم_و_سازنده #احترام_کرامت_انسانی

لیکوال: پوهندوی دوکتور فضل الهادي وزین د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز جوړښت لومړی مرستیال

مترجم: مصباح الله عابد

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !