یوه نوماند ته د رایی ورکولو شرعي حکم او ارزښت!!

د شرعی نظره د یوه نوماند او یا یی یوې ټاکنیزې ټولګې ملاتړ او هغوی ته رایه ورکول څو ارزښته لري: لومړی:شهادت دوهم:وکالت او تفویض دریم: تزکیه او تائید څلورم:تعدیل پنځم:تعاون او همکاري شپږم:امانت اووم:قضاوت --- شهادت: یوچاته رایه ورکول او او د هغه ملاتړ کول په حقیقت کښې د نوموړي په ګټه شاهدي ورکول دي .مسلمان په حق سره او د الله تعالی د رضا لپاره په شاهدي ورکولو مکلف دی او باید د ده شاهدي د باطل څخه د ملاتړ،پر دروغو،او د دنیوي مال او متاع د لاسته راوړلو لپاره نه وي. قال تعالی: " وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا.. "سورة الطلاق:2-3. " وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا. "سورة الفرقان :72 ظالم ،فاسق،فاجر،بې دینه،حرام خوړونکی،د منکراتو او مفاسدو خپرونکی او د هېواد ولس غدار انسان ته رایه ورکول په ناحقه شاهدي ورکول دي او له کبیره او لویو ګناهونو څخه دي او د دې ترسره کوونکی د عذاب مستحق ګڼل کیږي. مسلمان باید د حق شاهدي اداء کړي او مسلمان،متدین ،صادق،صالح،عالم او پرهیزګاره شخص ته خپله رایه ورکړي. وکالت: درایی ورکولو بل ارزښت توکیل او تفویض دی مسلمان مکلف دی چې خپل وکیل داسی څوک غوره کړي او چارې ورته وسپاري چې هغه شرعا هغه د وکالت او د چارو د سپارلو وړتیا ولري ،صادق ،امین او پرهیزګاره وي او اهلیت او وړتیا له شرعي،علمي،جسمي اړخه په یادو چارو او وکالت کشې ولري. د دی اصل رعایت کول هغه وخت ډېر اهمیت ترلاسه کوي چې توکیل او د چارو سپارل په امورو ا د عامو مسلمانانو په شئونو ورې اړه ولري او هغه منصبونه لکه پارلمان،وزارت او جمهوري ریاست پورې تړلي وي ځکه چې پر داسی چا تکیه کول او هغوی د مسلمانانو د برخلیک ټاکونکو منصبونو ته رسول د مسلمانانو د دنیا او اخرت د خسران او تباهی سبب کیږي باید ووایو چې د ناهله شخص وکیل ټاکل او د مسلمانانو چارې ورته سپارل شرعا هیڅ جواز نلري. تزکیه: رایه ورکول یو چاته د هغه شخص د تزکیی او تائید په معنی ده که دا تزکیه او تائید د حق او حقیقت پر بنسټ وي نو ښه او که نه د د فاسق فاجر او بې هدفه انسان لپاره تزکیه او تائید ورکول شرعا ګناه او د لویومصیتونو څخه دي او مسلمان باید بې هدفه شخص تزکیه او تائید نکړي. تعدیل: جرح او تعدیل دوې علمي او شرعي اصطلاح ګانې دي چې د حدیثو په علومو کښې ډېر استعمال لري او د حدیثو په علم کښې د علم الرجال په نوم یوه څانګه وجود لري چې د حدیثو د راویانو جرح او تعدیل یی اصل د څرخیدو بنسټ دی. یوچاته رایه ورکول په حقیقت کښې د هغه تعدیل یا د یو چا عادل ګڼل د هغه شخص په غوره والي او د اعتماد وړګڼلو په معنی ده. د یوه نامطلوب او مجروح شخص تعدیل کول او د اعتماد وړ معرفی کول یی د دنی او شریعت خلاف کار دی. ځکه که څوک ناسم او نامطلوب شخص وړ ،ښه او د اعتماد وړتیا لرونکی معرفي کړي نو په حقیقت کښې یی دروغ ویلي او دروغ له کبیره کناهونو څخه دي. تعاون: رایه ورکول غوره او نیک نیک شخص ته د تعاون علی البروالتقوی له دروازې څخه یعنی په نیکی او پرهیزګاری کښې ونډه او ملاړ اخیستل دي برعکس ناوړه ،نااهل او نامطلوب شخص ته رایه ورکول تعاون علی الاثم والعدوان دی یعنی په ګناه او تیري کښې ملاتړ کول دي. الله تعالی مسلمانانو یو له بل سره په غوره کارونو کښې ملاتړ ته وربللي او په بدیو او ګناهونو او معصیت کښې یی له مرستی کولو څخه منعه کړي دي. قال تعالی: " و تعاونوا على البر و التقوى و لا تعانوا على الإثم و العدوان." الآيه. مسلمان د خیر په کارونو کښې مرسته کوي او د شر او ګناه په چارو کښې مخ ګرځوي . د صالح او غوره شخص ټاکنه په خیر او تقوی کښې مرسته کول دي او فاسق ،فاجربدکار،ظالم او شریر انسان ته رایه ورکول په ګناه او معصیت کښې مرسته کول دي. امانت: رایه یو مهم امانت دی.او مسلمان باید د نیک او صالح شخص په ټاکلو سره امانت وړ او اهل شخص ته وسپاري رایه ورکول او نااهله ،نامطلبو او فاسد شخص قدرت او منصب ته رسول په امانت کښې خیانت دی. الله تعالی مسلمانانو ته امرکوي ترڅو امانتونه خپل اهل ته وسپاري: " إن الله یأمرکم أن تؤدوا الأمانات إلی أهلها و إذا حکمتم بين الناس أن تحکموا بالعدل.." قضاوت: رایه ورکول او د یوه نوماند غوره کول د هغوی په منځ کښې یو ډول قضاوت دی د هغوی تر منځ او مسلمان باید د خلکو په منځ کښې د حکم او قضاوت پر مهال عادل او منصف وي او د ظلم او حق خوړلو څخه ډه ډه وکړي. رایه ورکوونکی یوه شخص ته او له یوه نوماند څخه یی ملاتړ کول په حقیقت کښې دا قضاوت کوي چی یاد نوماند تر نورو غوره او بهتره دی که هغه شخص چی هغه رایه ورکړل شوی ده اصلح او غوره نه وي نو رایه ورکوونکي په انتخاب او ټاکلو کښې غلط اود ظلم مرتکب شوی دی قال تعالی: "و إذا حکمتم بين الناس أن تحکموا بالعدل..." د رایی ورکولو حکم او شرعي ارزښت ته پام سره مسلمانان مکلف دی ترڅو د شرعي او دینی وجیبو په اساس د صالح او غوره اشخاصو په اقتدار ته رسولو سره د نااهله ،نامطلوبه اشخاصو د رسیدلو لار پارلمان،وزارت،د جمهوری ریاست مرستیالی او جمهوری ریاست ته ونیسي. دا د علمایی کرامو ایمانی او شرعی مکلفیت دی ترڅو د رایی ورکولو شرعی حکم او ارزښت عامو مسلمانانو ته څرګند او بیان کړي. و الله الموفق و الهادي إلى سواء السبيل.

لیک: پوهندوی دوکتور فضل الهادي وزین د علمای اسلام د نړیوالې ټولنې غړی

مترجم: مصباح الله عابد

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !