راپور: یوازې تېره میاشت کې ۶ سوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د یو راپور په خپرولو سره وایي، یوازې په تېره میاشت کې تر ۶۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یاد ګروپ وایي، د روان کال سرطان میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه او په دغه میاشت کې د جګړو، عملیاتو او ځانمرګو بریدونو له امله ګڼو بې ګناه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ګروپ مشر عزیز تسل وویل، که وضعیت همداسې دوام ومومي او د جګړې ښکېلې غاړې د ملکیانو ژوند ته توجه ونه کړي نو ناوړه پایلې به ولري. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هم د طالبانو په بریدونو او هم د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکیان په نښه شوي او ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !