ملټري ټایمز وایی د حکومتي ادارو ترمنځ نه همغږۍ افغان جګړه پېچلې کړې

په افغان جګړه کې د امریکا د سیاسي او نظامي ادارو ترمنځ نه همغږي ددې سبب شوې چې دغه جګړه پېچلې او له ناکامۍ سره مخ شي. د ملټري ټایمز د راپور له مخې په امریکا کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په همدې اړه یو څېړنیز کنفرانس جوړ کړی و او په هغه کې یې د روانې جګړې د پېچلتیا پر لاملونو خبرې کړې دي. ددوی په خبره په افغانستان کې د امریکا د نظامي، سیاسي او ملکي ادارو ترمنځ نه همغږي ددې سبب شوې چې هلته جګړه پېچلې او له ماتې سره مخ شي. سرچینه کاږي د افغانستان په اړه کافي معلومات نه لرل، د خلکو دود، فرهنګ او تاریخ ته درناوی نه کړل، یوازې پر نظامي لارو ټینګار کول او دې ته ورته لاملونه هغه څه دي چې دغه جګړه یې له پېچلتیا او ماتې سره مخ کړې ده. دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي چې د افغان جګړې د حل لپاره باید د سیاسي او نظامي ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي او د نظامیانو د سياسي پوهې لپاره باید اقدامات ډېر شي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !