حکمتیاروایی دولت له بحران نه د وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري

حکمتیاروایی دولت له بحران نه د وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري
۶/جوزا/۱۳۹۸
د حزب اسلامي مشر وايي، هېواد له يو ډېر سخت پړاو تيريږي او ښايي د تاريخ په اوږدو کي داسې ورځې ډېرې کمې راغلي وي لکه نن چي افغانان ورسره مخامخ دي، خو دولت له دې حالت نه د وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري.
ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ د کابل د قره باغ ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره په کتنه کي وويل: حکومت د خلکو د امنیت په ټينګښت کي پاتې راغلی، هره ورځ په سلګونو بېګناه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او حتی د ارګ په شاوخوا کي هم خلک د امنیت احساس نکوي.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: په هېواد کي د ناامنیو د زياتېدو يو لامل دادی چي ځينې کړۍ قصدآ ددې وضعیت دوام غواړي، له سولې ويريږي او د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته کوي، فکر کوي چې که جنګ ختم شي نو دوی هرڅه له لاسه ورکوي.
د حزب اسلامي مشر وويل: دا حالت باید بدل شي او هغه څوک دا حالت بدلولی شي چې دا هېواد ئي د شوروي ځواکونو له اشغال آزاد کړی او ددې هېواد اصلي وارثین دي، خو هغوی چي په سختو ورځو کې دې هېواد ته شا کړې او بهر ته تښتېدلي، هغوی اوس هم دېته تیار دي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکې دوی ووځي او له دوی باید د امنیت د راوستلو هېڅ تمه و نه لرو.
ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: د سولې د معاهدې له لاسليک وروسته زموږ هڅه داوه چي د حکومت د مشرانو په ګډون ټول مطرح لوري او سیاسي شخصیتونه تر يو سقف لاندې راټول کړو او د هېواد د مهمو ملي قضایاوو په اړه ګډ دريځ ونیسو او په ګډه هېواد له بحران وباسو، خو متأسفانه په دې کار لا نه یو بریالي شوي .
د حزب اسلامي مشر وويل: سوله يوه ملي پروسه او په ټولو افغانانو پورې تړلې موضوع ده، زموږ وړانديز داوو چي ددې پروسې د پرمخ بېولو لپاره باید يو داسې ځواکمن هيئت وټاکل شي چې هم واک ورسره وي اوهم د سولې په اړه وروستي پرېکړه وکړي. خو متأسفانه چي د حکومت مشرانو زموږ وړانديزونو ته اعتنا ونکړه.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت هغه نسبي مشروعیت هم پای ته رسيدلی او دې ستونزې ته باید د ټولو مطرحو لورو په توافق د حل يوه معقوله او عملي لار ولټول شي. په دې اړه يو اړخیز تصمیم هېواد له بدو پایلو سره مخامخ کوي.
د حزب اسلامي مشر وويل: زموږ وړانديز دادی چي باید د پخواني او اوسني جمهور رئیس په ګډون او همدارنګه د اغېزمنو سیاسي ګوندونو او د جمهوري ریاست د مطرحو نوماندانو په ګډون يوه کوچنۍ حلقه رامنځته شي او ددې ستونزې د حل لپاره په ګډه تصميم ونيسي. موږ منتظر يو چې آیا جمهور رئیس زموږ ددې وړانديز سره توافق کوي او که تر پایه په خپل تصميم ولاړ پاتې کيږي.
نوموړي وويل: له غیر اصولي لارو قدرت ته د رسېدو هڅې باید نور پای ورسيږي او لدې وروسته باید هېڅوک د غیر اصولي لارو او د پرديو د مټو په زور واک ته د رسېدو هڅې ونکړي. زموږ له نظره اصولي لار داده چې شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي او هر چاچې اکثريت رايې ترلاسه کړې باید پرېښودل شي چي حکومت وکړي.
په دې کتنه کي د داوودزیو قومي شورا رئیس قومندان شيرن آغا او يو شمېر نورو هم خبرې وکړې او د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې ئې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی وويل، موږ د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي د يو ځای کېدو هرکلی کوو، ستاسو تر قیادت لاندې هرې قربانۍ ته چمتو يو او هيله مو داده چې ستاسو راتګ په هېواد کي د سرتاسري سولې او ثبات پېلامه وګرځي.
دوی زياته ئې کړه: په تېرو څو لسیزو کي زموږ حقوق پایمال شوي، پر موږ ظلم شوی، موږ سوله غواړو او د سولې لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو يو.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !