له «۵۰» کلنۍ وړاندې چاغوالی د شکر وژونکي سرطان ګواښ زیاتوي

څیړنې ښيي چې د شکر سرطان هغه کسان ژر وژني چې له پنځوس کلنۍ وړاندې یې په وزن کې خورا زیاتوالی راغلی وي.

په امریکا کې د سرطان د یوې ټولنې پوهانو کشف کړې چې له پنځوس کلنۍ وړاندې د وزن زیاتوالی د شکر په ناروغ کې د سرطان له کبله مړینه ۲۵سلنه زیاتوي.

د اوسنۍ طبي نظریو له مخې هغه انفیکشن چې بدن ته د وزن زیاتوالي له کبله رامنځته کیږي د بدن حجرې سرچپه کوي تر څو یې سرطان ته واړوي.

د پوهانو په وینا د شکر سرطان د ناروغۍ یو نادره اړخ غوره کوي چې په وروستیو کلونو کې په حیرانونکي ډول زیات شوی دی، چې پوهان یې په تشخیص کولو هم حیران کړي دي، ددوی په وینا چې سګريټ څکول یې له سترو عواملو څخه دی.

څیړنې ښيي چې چاغوالی د شکر سرطان خطر زیاتولو لامل کیږي په ځانګړي ډول یو شمېر څیړنو ښودلې چې د وزن زیاتوالی یوازې د شکر سرطان نه؛ بلکې د رحم، ستوني، معدې، ځیګر، پښتورګو، ځینو دماغي تورونو، کولون یا څرګندۍ، د مقعد او داسې نور سرطان رامنځته کولو ګواښ لوړوي.

یوازې دا نه بلکې د څیړنو له مخې له پنځوس کلنۍ وړاندې د چاغوالي څخه رامنځته کېدونکی سرطان زیاتره وژونکی وي، که چیرې وژونکی پېښ نه شي نو احتمال لري چې انسان پر داسې خراب کیفیت اخته کړي چې راتلونکی ژوند یې بېوزله او له ستونزو ډک وي.

په عام ډول که ځینې کسان د زیات وزن یا چاغوالي ښکار وي د ژوند په هر پړاو کې ۱۵۰سلنه د هغوی په پرتله چې مناسب وزن یې وي امکان لري چې د شکر «بنکریاس» پر سرطان اخته شي، ځکه چې چاغوالی د شکر سرطان کره او پوخ لامل دی او باید په هره بیه ځان ترې وساتل شي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !