ایا د ټابلېټ K له تاوانونو خبر یاست؟

دا ګولۍ په ۲۰۰۸ کې لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې وموندلې

وروستیو کلونو کې په افغانستان او ګاونډ کې د نورو نشه‌يي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلېټ K روږدي شوي دي. ټابلېټ K، چې اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه‌يي توکی دی چې د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري.

دا ګولۍ په ۲۰۰۸ کې لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې وموندلې.

لومړی ځل چېرې او په کومه بڼه جوړ شو

اکسټاسي لومړی ځل په ۱۹۱۴ کې د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازې کمپنۍ د ډنګرتوب او اشتهاء کمولو لپاره جوړ کړل. خو کابو ۶۵ کاله چا ترې کار وانخیست.

روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چې په نړېواله جګړه کې يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چې تر ګټې یې زیان ډېر دی، نو ځکه یې د جرمني حکومت کارول بند او غیرقانوني اعلان کړ.

دا خبره د جرمني ډاکترانو او ارواپوهانو تر منځ متل ګرځېدلې چې د اکسټاسي په تجویز سره یې د جګړې بلهاریان بیا بلهاري کړل.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم په ۱۹۸۵ کې د دې درملو کارول بند کړل خو سربېره پر دې یې خلک د شپې په مېلو او بانډارو کې کاروي.

اکسټاسي په هر هېواد کې بېلابېل نومونه لري

خالص اکسټاسي سپین رنګه پوډر دي. د چڼاسو، خرمېړي بوی لري. ناسوچه بڼه یې سره او قهویي رنګونه لري.

ټابلېټ K په ناقانونه توګه په ازمونتون (لابراټوار) کې په کیمیاوي ډول د امفتامینونو په مالیکولي جوړښت کې د ادلون بدلون په پایله کې رامنځ ته کېږي. دا چې هر کس یا کمپنۍ یې په خپله خوښه په خپل ازمونتون کې جوړوي، نو ځکه دا ګولۍ له یوې بلې سره جوړښتي توپیر لري.

اکسټاسي په هر هېواد کې بېلابېل نومونه لري. په افغانستان کې یې ټابلیټ K، د خوښۍ درمل، پنج ستاره، ریډ بال، یو او دوه، ډانس او سوپرمن بولي. دا ګولۍ راز راز بڼې لري چې پر ځینو K لېکل شوې وي، ځیني یې زړه وزمه وي او پر ځینو د ستورو انځور وي.

اکسټاسي نن سبا د ګولیو سربېره د پوزې د پوډرو، کپسولونو، پلسټرونو، د دودولو او ستنې (پېچکارۍ) په بڼه کي هم موندل کېږي. په هره ګولۍ کې یې د نشه‌یي توکو کچ له نهو څخه تر۱۱۷میلي ګرامو پورې وي او د نورو ورګډو کیمیاوي توکو کچ چې لمسوونکي خاصیت لري، توپیر لري.

K هر لابراتوار کې په جلا ډول جوړېږي

ځوانان یې په ټولیزه توګه د سندرو او ګډا په بانډارونو کې د خوښۍ او هیجان د ډېرښت او همدارنګه د جنسي پياوړتیا لپار کاروي چې پایله یې د ناخوندي جنسي اړيکو او د ساري ناروغیو لکه اېډز، تور ژېړي، تور ټپ او نورو د لېږد لامل کېږي.

په افغانستان کې يې ډېری نوي ځوانان په ښوونځو کې تر لاسه کوي او په ښوونځيو او کورونو کې يې خوري.

ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چې آن د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز ژونکي وژني یا زیانمنوي او د تفکر او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.

د دې درملو څنګیز زیانونه دومره ډېر دي چې آن ځیني یې د بیارغېدلو وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کې کارول بند دي.

دا ګولۍ په لومړيو کې د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرې باسي، یوازې نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړي توګه پر عصبي سیستم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چې ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

پر مغز او بدن د ټابلېټ K اغېزې

هغه کس چې دا ګولۍ یې خوړلې وي ډېر هیښ او مست وي

ټابلېټ K له ۲۰ تر ۹۰ دقیقو روسته پر مغزو اغېز کوي، له دوو تر درېو ساعتو پورې یې اغېز زیات وي، او تر ۲۴ ساعتو پورې خپل اغېز ساتي. دا ګولۍ حافظه، د پېژندنې حس او انديز ځواک اغېزمنوي او ډېر کله اضطراب او وېره رامنځ ته کوي.

کله نا کله روږدو کسانو ته داسې اروايي ستونزې پېښېږي چې د درملنې وړ نه وي. که چا اووه کاله وړاندې یو ځل هم ټابلېټ K خوړلې وي په CT-Scan کې یې پر مغزو ناوړه اغېز لیدل کېدای شي.

هغه کس چې دا ګولۍ یې خوړلې وي ډېر هیښ او مست وي. ساعتونه ساعتونه ګډا او ټوکې کوي او خاندي خو ورسته ستړی، ګډوډ، ناقرار، ناخوښه، خوله یې وچه او د بدن تودوښه او د زړه ټکان یې لوړېږي چې کېدای شي د مړینې لامل یې شي. ځکه چې د زړه د ټکانو ګډوډي، د ویني لوړ فشار، د بدن د اوبو او منرالي توکو لکه سوډیم او کلورین کمښت، او د پښتورګو ناسم کار پر مغز ناوړه اغېز کوي چې کس د مرګ تر پولې رسولی شي.

د ټابلېټ K اوږدمهاله اغېزې:

د ټابلېټ K کارولو وروسته انسان پر خپلو حرکاتو بشپړ کنترول نلري

لومړی: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.

دویم: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.

درېیم: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښتل.

څلورم: د غاښونو سولېدل.

پنځم: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او ان د هغوی پرېښودل.

شپږم: د سترګو د لید کمی.

اووم: د خوب ډېرښت.

اتم: عصبي ګډوډي، ډېر احساساتي کېدل او وېره.

نهم: پر ځان د باور کمی.

لسم: له څه مودې روسته نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.

یوولسم: د پوستکي ستونزي او ټپونه.

دولسم: په نرانو کې د تیانو غټېدل.

دیارلسم: د نرانو شنډتوب

څوارلسم: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدل

پنځلسم: ځان وژنې ته زړه ښه کول.

د تشخیص لارې چارې او درملنه:

د مخنیوي تر ټولو ښه لاره دا ده چې مور و پلار دې خپل نوي ځوان بچي له نژدې وڅاري

د کارونکي له میتیازو، پوستکي او وېښتانو څخه نمونه اخيستل کېږي. وړاندې مو وویل چې ټابلېټ K دماغي ژونکي له منځه وړي او د دې ژونکو بیارغونه ناشونی یا هم ډېر ستونزمن دی.

ځانګړې درملنه نه لري. هغه کسانو ته چې اروايي ستونزې ور پېښې شوې وي، د اوږدمهال لپاره دې یې اروايي درملنه تر سره شي.

د مخنیوي تر ټولو ښه لاره دا ده چې مور و پلار دې خپل نوي ځوان بچي له نژدې وڅاري.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !