امریکا: طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه شواهد نه دي موندل شوي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي وایي، داسې شواهد نشته چې وښیي روسیې افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې وي. نوموړي له ان، بي، سي نیوز سره مرکه کې زیاته کړې، تر اوسه پورې دوی ته افغانستان کې د امریکایانو د وژنې پر سر طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه قانع کوونکي شواهد نه دي رسېدلي. راپور کاږي، افغانستان کې د ټولو امریکایي نظامیانو د وژنې دوسیې څېړل شوې دي خو تر اوسه طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه کوم څه نه دي ترلاسه شوي. د یادونې ده چې د روان کال په تېره جون میاشت کې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي ادارې په حواله راپور ورکړی و چې روسیې افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي وګړو د وژنې پر سر پیسې ورکړې دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !