د بین الافغاني مذاکراتو دوام؛ متین بیګ: د مذاکراتو روحیه خورا هیله بښونکې ده

طالبان او افغان پلاوی به نن هم مذاکراتو ته ادامه ورکوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د تماس ډلو تېره ورځ د راتلونکو غونډو پر موادو او اجنډاوو توافق کړی دی او پر دې بحثونه شوي چې مذاکرات باید څه ډول مخ ته یووړل شي. بلخوا د افغان پلاوي غړی متین بیګ بیا وایي چې د سولې لپاره خورا هیله من دی او په خبره یې مذاکرات ډېر ښه روان دي. هغه وایي خبرې او د مذاکراتو روحیه خورا هیله بښونکې ده او ټاکل شوې چې نن سه شنبه هم طالبان او افغان پلاوی مذاکراتو ته ادامه ورکړي. متین بیګ وایي د مذاکراتو پر ټولو تخنیکي مواردو توافق شوی دی او پر اوربند به هم په مذاکراتو کې بحث کېږي. هغه وایي د افغان پلاوي تر ټولو ستره غوښتنه اوربند دی او د بحثونو په جریان کې به پر اوربند ډېر ټینګار کېږي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !