د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: په مذاکراتو کې باید بشري حقونه تر ټولو مهمه موضوع وي

د سولې په خبرو کې د بشري حقونو ساتل باید د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویاندې اینډریا پراسو ویلي سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی، خو د سولې په مذاکراتو کې ډېر موارد دي چې د معاملې وړ نه دي. د نوموړې په باور د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی باید په دې خبرو کې د بشري حقونو له ټولو مواردو کلکه دفاع وکړي. هغې د ښځو پر حقونو هم ټینګار کړی دی او په خبره یې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلونو لاس ته راوړنو له ډلې یو هم د ښځو د حقونو خوندي کول و او اوس هم باید په مذاکراتو کې ددې حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !