واشنګټن پوسټ: که امریکا مقاومت وکړي نو افغانستان سولې ته رسېدلی شي

امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان سولې لپاره پر رامنځ ته شوي فرصت خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی دی او که امریکا مقاومت وکړي نو افغانان سولې ته رسېدلی شي. د سرچینې په خبره په دې حساسو شرایطو کې امریکا ته په کار ده چې افغان حکومت یوازې پرې نه ږدي، تر څنګ یې ودرېږي او پرته له دې چې شرایطو ته وګوري د سرتېرو د ایستلو پرېکړه دې نه کوي. په لیکنه کې راځي چې طالبان تر ډېره خپلو هوکړو ته ژمن نه دي، نو که امریکا مقاومت و نه کړي او د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ور نه کړي ښایي دغه ډله خونړۍ جګړې پیل کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې وساتي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !