خلیلزاد؛ کانګریس ته د افغان سولې په اړه وضاحت ورکوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې د روان بهیر په اړه د امریکا کانګریس ته معلومات ورکړي. د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد منلې چې د دوحې له سفر تر ستنېدو وروسته به په یوه سري او پټه غونډه کې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه امریکایي استازو ته وضاحت ورکوي. په دې وروستیو کې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو د سولې د خبرو پر ابهام نیوکه کړې ده. ددوی په خبره د امریکا ددفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورې ادارې باید د سولې د بحثونو او هوکړو په اړه کانګریس ته معلومات او وضاحت ورکړي. دوی دغه راز شک ښيي چې ښایي ټرمپ د خپل کمپاین لپاره په داسې اقداماتو لاس پورې کړی وي چې هغه د امریکا د ملي ګټو په زیان وي. خلیلزاد منلې چې دوی ته به ددوحې تر سفر وروسته د سولې اړوند ابهامات واضح کړي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !