حامد کرزی: د جګړې دوام په حقیقت کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي

hamid karzai

د جګړو او نظامي عملیاتو دوام په حقیقت کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې طالبان او افغان حکومت باید له جګړو لاس په سر شي او د خبرو لار خپله کړي. دده په خبره د جګړو او نظامي عملیات دوام په حقیقت کې د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې پروسه ناکامه او جګړه اوږده شي. حامد کرزي یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره اقدامات چټک کړي. هغه په غزني او وردګو ولایتونو کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې هم غندلې دي او په وینا یې د ملکیانو وژل ستر بشري جنایت دی.

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !