طالبان: ژر دې د بندیانو؛ خلاصون پروسه بشپړه او بین الافغاني مذاکرات پیل شي

طالبانو یو ځل بیا ویلي چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیل غواړي خو په هغه صورت کې چې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوحې تړون عملي کیدل او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ځکه ضرور دی چې دوی د جګړې د کمښت او ختمیدو لپاره لار ولټوي. نوموړي زیاته کړې، هرڅه ژر باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل او بین الافغاني مذاکرات پيل شي، همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ دی. هغه د افغان حکومت دې څرګندونو ته غبرګون کې چې ویلي یې دي طالبان باید تر خبرو مخکې تاوتریخوالی کم کړي؛ ویلي، دا غوښتنه غیر منطقي ده او په خبره یې که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل لپاره خنډونه ولې ایجادوي. نوموړي دغه ویلي، باید اجازه ورکړل شي چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسیږي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !