پر ګمبیري دښته هوایي ډګر جوړیدو ته؛ د ننګرهار پخواني والي ګلاب منګل هم غبرګون ښودلی

وروسته تر هغه چې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په ګمبیري دښته کې د یوه ملکي هوایي ډګر د جوړېدو کار پیل شو او شنونکو ویل چې د دې هوایي ډګر په جوړېدو سره د یوې بلې سترې پروژې مخه نیول شوې ده، د ننګرهار پخوانی والي ګلاب منګل وایي، چې پر کرنیزه ځمکه د یادې دښتې د بدلولو پروژې د سروې چارې بشپړې شوې او دا د اوبو او برېښنا وزارت رسمي پروژه وه. نوموړي زیاته کړې، د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال طرح شوې دا پروژه اوس په پام کې وه چې د یوه ایراني شرکت له لوري ېې د رغونې رسمي چارې پیل شي. د نوموړي په خبره، د دې پروژې له مخې ټاکل شوې وه چې د کونړ پر سیند د یوه بند له جوړېدو وروسته د همدې بند یوه برخه اوبه د ګمبیري دښتې ته ولېږدول شي او یاده دښته پر کرنیزه ځمکه بدله شي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !