افغانستان کې؛ پر کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر کې پام وړ کمښت راغلی

تېره شپه او ورځ کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس تازه ۱۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د تېرو ورځو په پرتله پام وړ کمښت ښیي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۴۸۲ ټیسټونه شوي دي چې یوازې د ۱۵۹ هغو پایله یې مثبته راوتلې ده. له دې سره پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۲۹ زره او ۶۴۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یادې ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر هم پام وړ لوړ شوی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه له یادې ناروغۍ د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۹ زره او ۶۸۹ ته رسېدلی دی.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !