عامې روغتیا وزارت: کرونا ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ کسه مړه کړي دي

د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او په همدې موده کې بیا د کرونا له امله ۴۲ کسه مړه شوي هم دي. د معلوماتو له مخې په دې سره په هېواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۴۶ ته ورسید. د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷ زره او ۵۳۲ ته رسېدلی دی چې له د ې ډلې ۱۹زره او ۳۲۶ یې فعالې دي. تازه پېښې په پنځلسو ولایتونو کې ثبت شوې چې کابل بیا هم د لېست په سر کې دی او ۴۱۵ مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !