امریکايي شنونکی: امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته نه ده رسېدلې

شنونکی وايي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي.

امریکايي شنونکی اډوارډ کوریګن وایي، له دې سره سره چې امریکا له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې قرباني ورکړې او میلیاردونه ډالر یې مصرف کړي دي خو دا هېواد نه دی توانېدلی خپلو اهدافو ته ورسېږي.

اډوارډ کوریګن له پریس ټي وي سره په خبرو کې ویلي، د امریکا لومړني اهداف د ترهګرو له منځه وړل او په یاد هېواد کې د یو باثباته حکومت جوړول وو خو په وینا یې داسې ښکاري چې دا هېواد نه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه کې ناکام دی بلکې د یو باثباته حکومت جوړولو هیلې یې هم له لاسه ورکړې دي.

د دغه امریکایي شنونکي څرګندونې داسې مهال دي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار کوي، چې نور په افغانستان کې خپله جګړه پای ته رسوي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !