امریکا غواړي افغانستان د منځنۍ اسیا د پنځه جمع یو هېوادونو په ډله کې شامل کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي افغانستان د پنځه جمع یو هیوادونو په ډله کې شامل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، افغانستان به په دغه ډله کې لومړی د څارونکي او بیا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

د منځنۍ اسیا د ۵ جمع ۱ هیوادونو ډله چې په ۲۰۱۵ کال راجوړه شوه اوس په کې تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او امریکا شامل دي.اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، هیواد یې هڅه کوي افغانستان هم د دغې ډلې دایمي غړی شي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر د دفتر د ریاست مرستیاله لیزا کورتس وايي، منځنۍ اسیا یوه جیو ستراتیژیکه سیمه ده او ټینګار یې کړی چې د منځنۍ اسیا هیوادونه به د افغانستان په باثباته کولو کې ډېره مرسته وکړي.

دغه امریکايي چارواکې وايي، واشنګټن غواړي چې د منځنۍ اسیا سرحدونه د ترهګرۍ په مقابل کې پیاوړي کړي او له افغانستان سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه هم پراخه شي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !