سیګار: د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس د فقر تر کرښه لاندې دی

افغانستان لپاره په امریکایي مرستو باندې د څار اداره سیګار وايي، افغانستان لا هم د غریبو هیوادونو په ډله کې دی، چې تر نیمایي زیات خلګ یې د ورځې تر یو ډالر کم عاید لري.

د سیګار ادارې له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي « افغانستان لا هم د نادارو هیوادونو په کتار کې پاتی دي، چې ۵۵ سلنه نفوس یې د ورځې تر یوه امریکايي ډالر کم سرانه عاید لري او د یاد شوي عاید له منځه په کلني ډول ۸ سلنه یې په روغتیا مصرفوي

د سیګار په خبره، څلورو لسیزو جنګ او جګړو د افغانستان ټول نفوس په شدت سره ټکولی.

سیګار داسې مهال د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس د فقر تر کرښه لاندې بولي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له رامنځته کېدو سره سم حکومت د هیواد د اقتصادي ودې ژمنې وکړې او اشرف غني د یوه اقتصاد پوه په څېره کې د واک ګدۍ ته را وړاندې شو.

په ورته وخت کې امریکايي اداره داسې وخت د افغان ولس په غربت اعتراف کوي، چې چارواکي لوړې ډالري تنخواګانې اخلي او تقریبا هر یو یې، په بهرنیو هیوادونو کې ملکیتونه لري.

 

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !