شیخ مجیب الرحمن انصاري: که حکومت د فساد مخنيوی نه کوي، علماء به د اخلاقي فساد عاملينو ته سزا ورکوي

د هرات د جامع جومات خطيب او امام شيخ مجيب الرحمن انصاري ويلي، له ډېر وخته يې له حکومت څخه غوښتنه کړې، د هرات په ښار کې د غلا، ټولنيز او اخلاقي فساد عاملين ونيسي او له قانون سره سم يې مجازات کړي، خو په وينا يې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي کړي.

ښاغلي انصاري په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، که حکومت د غلا، اخلاقي او ټولنيز فساد مخنیوی نه کوي، د ديني علماوو او ولس مسؤوليت دی، چې د شريعت له حکم سره سم د دې کارونو مخه ونيسي.

شيخ مجيب الرحمن انصاري ويلي، د هرات ګزګاه جامع جومات اړوند فرهنګي ځای يوه برخه يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ادارې په توګه غوره کړې او د هرات له خلکو يې غوښتي، چې د ټولنې په سمون کې له ديني علماوو او امر بالمعروف، نهي عن المنکر ادارې سره مرسته وکړي.

د شيخ انصاري پلويانو د هرات په ښار کې د اخلاقي او ټولنيز فساد د مخنيوي لپاره يو شمېر لوحې هم لګولي دي.

په دغو لوحو کې ښځې حجاب کولو ته رابلل شي او حجاب يې د ښځو د عزت، درناوي او سړيو د غيرت نمونه بللې ده.

دغه ديني عالم ويلي، د ديني علماوو په مشرۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره به له شريعي احکامو څخه سرغړوونکو او د اخلاقي فساد عاملينو ته تاديبي سزاوې ورکوي او په وينا يې په دې کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.

له شيخ مجیب الرحمن انصاري سره په دې کمپاین کې د هرات ګڼ شمېر علماء، سپين ږيري او ځوانان هم ملګري دي او د امر بالمعروف نهي عن المنکر ادارې جوړول د وخت او سيمې د خلکو اړتيا بولي او وايي، چې حکومت دا کار نه کوي، دوی اړ دي، چې د ټولنې د اصلاح لپاره خپله ګامونه پورته کړي.

په ټولنيزو شبکو کې هم د شيخ مجیب الرحمن انصاري د پرېکړې په اړه بېلابيل غبرګونونه خپاره شوي دي.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالان د هغه کړنې له قانون سره مخالفې بولي، خو ډېری فعالان وايي، حکومت د غلاوو، اخلاقي او ټولنيز فساد په مخنيوي کې پاتې راغلی او په دې اړه د شيخ مجیب الرحمن له لوري جوړه شوې اداره د ټولنې په ګټه بولي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !