حکومت نظام الدین قیصاري ته اوښتې خساره ورکوي

شاوخوا یوه میاشت وړاندې په مزارشریف ښار کې د نا مسووله وسله والو قوماندان نظام الدین قیصاري پر کور د افغان ځواکونو تر ځمکنیو او هوایي عملیاتو وروسته ویل کیږي قیصاري بیرته خپل زیانمن شوي کور ته را ستنیدونکی دی.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې اوس حکومت د قیصاري پروړاندې عملیات یوه تېروتنه بولي او نوموړي ته د اوښتې خسارې جبران ورکوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالله قرلق وايي، حکومت هڅه کوي،چې له قیصاري سره د خبرو له لارې تفاهم ته ورسیږي.

د ولسي جرګې غړي وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت له قیصاري سره د شخصي ګټو په اساس معامله کوي، بلکې له دې مخکې یې هم ورته عمل کړی دی.

د دې جرګې بل غړی محمد عالم ساعي وايي،  د حکومت له خوا د قیصاري په کور د برید په تړاو د ولسي جرګې پلاوي د معلوماتو له مخې پر نوموړي حمله غیر قانوني او د محکمې له حکم پرته وه.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال د حکومت له خوا د نظام الدین قیصاري پر کور حمله د عقدې او احساساتو پر اساس بولي، چې ویل کیږي، دامهال حکومت یو ټیم د قیصاري کور ته لیږلی او د هغه کور د ترمیم لپاره یې کار پیل کړی. حکومت تر دا مهاله ددې مسالې په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !