په ۲۶ ولایتونو کې د ۵۰۰۰ محلونو د رأیو بیاشمېرلو پرېکړه شوې

 

د انتخاباتو شکایتونو کمېسیون وايي، په ۲۶ ولایتونو کې به په نږدې ۵ زره محلونو کې د رأیو بیاشمېرنه وشي. د کمېسیون مسوولین وايي چې د یو شمېر محلونو رأی شمېرنه کېدای شي د انتخاباتو پر پایلې لږه اغېزه ولري.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له کابل پرته په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتي ټیمونو لخوا د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه کړې ده.د دې پرېکړې یوه برخه، په ۲۶ ولایتونو کې د نږدې پنځه زره محلونو دننه د رایو بیا شمېرنه ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون که څه هم په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه بشپړ جزییات نه ورکوي، خو وايي، هغه پرېکړې چې تر اوسه شوي، د انتخاباتو پر لومړنیو پایلو کوم تاثیر نه لري، خو په یو شمېر محلونو کې د رایو بیا شمېرنه به پر پایلې اغېز ولري.

د دې کمېسیون د درالانشا ريیس چمن شاه اعتمادي وايي، هغه رایې چې په ولایتونو کې باطلې او یا هم با اعتباره شمېرل شوې، شمېر یې ډېر نه دی.اعتمادي وویل: “په ولایتونو کې د باطل شویو او یا هم با اعتباره شویو رأیو شمېر ډېر نه دی چې د انتخاباتو پر پایلې اغېز وکړي، خو د هغو محلونو چې بیل شمېرل کېږي، بیا شمېرنه یې کېدای شي بدلون راولي.”

په ورته وخت کې د انتخاباتو شکایتونو کمېسیون د دایکندي دفتر په دې ولایت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون شپږ کمېشنران څارنوالۍ ته معرفي کړي.د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د دارالانشا ريیس چمن شاه اعتمادي دا خبر تاییدوي او وايي، د دوی ولایتي کمېسیونونه د خپلواکې مرجع په توګه مستقل دي، خو په دې پرېکړه کې بدلون هم راتلای شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه د دې ډول پرېکړو حق نه لري.

که څه هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د استیناف غوښتنې شکایتونو د ثبت بهیر نن (سه شنبه) پیلوي، خو د هغو محلونو بیا شمېرنه لا هم نه ده پیل شوې چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو پر بنسټ باید له سره وشمېرل شي.

 

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !