د پاکستان یوې محکمې د پروېز مشرف د اعدام سزا لغوه کړه

د پاکستان د لاهور سترې محکمې هغه ځانګړې محکمه ناقانونه بللې او هغه پرېکړه یې لغوه کړې چې له مخې یې د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د تېر کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه ځانګړې محکمې پرويز مشرف ته د خيانت په جرم د مرګ سزا اورولې وه.

پرويز مشرف د نوموړي پر وړاندې د شته قضيو د ارزونې لپاره د ځانگړې محکمې جوړول له قانوني پلوه وننګول چې د لاهور سترې محکمې يې په ملاتړ پرېکړه وکړه. سترې محکمې ويلي ځانگړې محکمه د قانون له مخې نه ده جوړه شوې.

په دې وروستۍ پرېکړه کې راغلي چې د ځانګړې محکمې جوړولو کې قانوني غوښتنې نه وې پوره شوې، نو جوړه شوې محکمه د دوسيې د ثبتولو قانوني واک نه لري. د لاهور محکمې ویلي چې په غياب کې د تورن کس محاکمه کول غيراسلامي او غيرقانوني دي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !