حکمتيار: د شينډنډ پېښه وحشيانه جنايت دی

د حزب اسلامي امير محترم حکمتیار نن د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل: امريكايانو يو ځل بيا د لسگونو بې وزلو افغانانو په وينو خپل لاسونه سره كړل، د شينډنډ په زيركوه كي ئې د حزب اسلامي د يوه پخواني نوميالي قومندان شهيد امان الله نيكزاد پر هغي سيمې هوائي او له بې پيلوټه الوتكو راكټي بريد وكړ چي د ده زوى ننګيالی او نور خپلوان په كي راغونډ شوي وو، زوى ئې ننگيالى د طالبانو له هغي ډلي سره يو ځاى شوى وو چي له امارت اسلامي بېله شوې او د ملا محمد رسول آخوند په مشرۍ فعاليت کوي.

ښاغلي حکمتيار وويل: دا چي امريکايانو ولي ئې دا ستر جنايت كړى او موخه ئې څه وه، بېل بېل تحليلونه اورو، ځيني ئې تېروتنه او اشتباه گڼي چي قطعاً د منلو نه ده، ځيني وايي: امريكايان غواړي د معاهدې تر لاسليك وړاندي هغه جنگيالي ترور كړي او مراكز ئې وځپي چي په غالب گمان به د سولي مخالفت كوي او د جنگ د دوام اعلان به كوي، ځيني وايي: د آمر ستار پلويانو چي په ارگ كي ئې د ده فاتحه واخيستله؛ د انتقام په موخه؛ امريكايان هڅولي او هغوى ته ئې د مخكي په څېر غلط معلومات او كوردينات وركړي!! او ځيني داسي انگېري چي امريكايانو دا كار طالبانو ته د يوه امتياز وركولو په موخه كړى چي په بدل كي ئې طالبان هم بايد دې ته ورته كوم كار وكړي!! خو داچې له دغو تحليلونو كوم ئې دقيق او پر واقعيت ولاړ دی؟ بايد انتظار وكړو چي حقيقت څرگند شي.

د‌ حزب اسلامي مشر وويل: موږ دا وحشيانه جنايت په كلكه غندو او د مظلومو شهيدانو له كورنيو سره په دې غم كي ځان شريک بولو.

ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه: تر هغه چي بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستان نه وي وتلي، د دوى لاسپوڅى مفسد او د افغان ولس دښمن حكومت نه وي نسكور شوى؛ د مظلومو افغانانو د بې رحمانه وژنو دا لړۍ به همداسي روانه وي. نوموړي زياته کړه: افغانان بايد د جنگ دغه دوه ستر او سپېره عوامل له منځه يوسي، د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدو ټولي بهانې او پلمې بايد ختمي كړي او د مفسد او خائن حكومت پر ځاى د ملت د خوښي او د ولس خادم حكومت رامنځته كړي. كه ملا وتړي او پر خپل توكل وكړي او پر يو ډاډمن محور راغونډ شي دې هدف ته په آسانۍ رسېدلى شي.

۲۰جدي ۱۳۹۸

د‌حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو ریاست

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !