خطبه نماز جمعه مشر معزز درمسجد ایمان

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَقَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِ فِرۡعَوۡنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوۡمَهُۥ لِيُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأٓرۡضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَنَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡ وَإِنَّا فَوۡقَهُمۡ قَٰهِرُونَ ١٢٧ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱسۡتَعِينُواْ بِٱللّٰهِ وَٱصۡبِرُوٓاْ ۖ إِنَّ ٱلۡأٓرۡضَ لِلّٰهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ ۖ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ ١٢٨ قَالُوٓاْ أُوذِينَا مِن قَبۡلِ أَن تَأۡتِـينَا وَمِنۢ بَعۡدِ مَا جِئۡتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُهۡلِكَ عَدُوَّكُمۡ وَيَسۡتَخۡلِفَكُمۡ فِي ٱلۡأٓرۡضِ فَيَنظُرَ كَيۡفَ تَعۡمَلُونَ ١٢٩  صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا موسى او قوم ئې پرېږدې چي په زمكي كي فساد خور كړي، تا او ستا خدايان پرېږدي؟ وئې ويل: حتماً به ئې زامن ووژنو او ښځي به ئې ژوندۍ پرېږدو، په داسي حال كي چي موږ پرې برلاسي يو.

يعني:

د قوم مشرانو له فرعون نه د موسى عليه السلام او د ده د پلويانو په ضد د قاطع او پرېكنده اقدام غوښتنه وكړه، هغه ته ئې وويل چي دوى هم له نظامه بغاوت كړى او هم له مذهبه، نه تا مني او نه ستا خدايان. د فرعون ځواب دا دئ: د دوى په ضد د هر څه كولو توان لرو، زموږ ترلاس لاندي دي، زامن ئې ورته وژنو او ښځي ئې د دې لپاره ژوندۍ پرېږدو چي د وينځو په توگه زموږ خدمت وكړي.

دا د هر فرعون او فرعوني نظام منطق دئ، مخالفين نشي زغملى، يو وژني، بل په اسارت كي ساتي، د مخالفتونو د ځپلو لپاره له خپلي سلطې او واكمنۍ كار اخلي، مېړني او باهمته آزادي غوښتونكي وژني؛ ضعيف النفس، ذليل، بې غيرت او اسارت او غلامۍ ته چمتو ژوندي پرېږدي، او د نورو په ضد ئې استعمالوي.

همغه كار چي پروني فرعون كولو نني فرعونان ئې هم كوي!

په ورپسې آيت كي الله تعالى فرمايي:

موسى خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وكړئ، زمكه خو له شكه پرته د الله ده، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته غوښتي وي په ميراث ئې وركوي او نېكه پايله د پرهېزگارانو ده.

د موسى عليه السلام په دې وينا كي څو اساسي لارښووني د هر مؤمن لپاره گورو:

          له الله تعالى مرسته وغواړئ، بلي خوا ته د اميد سترگي مه اړوئ، له بل چا مرسته مه غواړئ.

          د گواښونو، ستونزو او كړاوونو په وړاندي صبر وكړئ.

          په دې پوه شئ چي د زمكي حقيقي ټولواك الله تعالى دئ، دا پرېكړه د ده له لوري كېږي چي چا ته ئې په ميراث وركړي، له چا ئې بېرته واخلي او د ده په ځاى ئې چا ته وسپاري. د دې پرېكړي واك په بشپړه توگه له الله تعالى سره دئ، د زمكي پر سر ئې كوم ځواك ته نه ده سپارلې، د لويو ځواكونو په واك كي نه ده، پرېكړه ئې د هغوى له پلازمېنو نه بلكي له عرش صادرېږي. خو په خپل مناسب وخت كي.

          نېكه پاېله د پرهېزگارانو ده، د هغو ځان ساتونكو چي له الله تعالى پرته بل ته طمع نه كوي، له بې صبرۍ ځان ساتي او دا پرېكړه د بل چا په واك كي نه گڼي چي د زمكي واكمني به چا ته سپارل كېږي.

ورپسې موسى عليه السلام ته د بني اسرائيلو ځواب داسي ښيي:

وئې ويل: ستا له راتلو د مخه هم كړول شوي يو او له راتلو وروسته دي هم، (موسى ورته) وويل: اميد دئ چي رب مو ستاسو دښمن هلاك كړي او د زمكي خلافت درپه برخه كړي او بيا وگوري چي تاسو څنگه عمل كوئ.

په دې وينا سره بني اسرائيلو موسى عليه السلام ته ډاډ وركړى چي بې صبري به نه كوي، په كړاوونو كي پاخه شوي، ستا له راتلو وروسته زموږ د ځورولو او كړولو لړۍ نه ده پيل شوې، تر دې د مخه هم ځورول شوي يو.

د دوى د دې وينا په ځواب كي موسى عليه السلام وفرمايل: إن شاء الله چي ستاسو رب به دښمن هلاك كړي، د دې زمكي خلافت به تاسو ته وسپاري، بيا به وگوري چي تاسو به څه كوئ؟

دې ته مو بايد پام وي چي دا مطلب هغه مهال مسلمانانو ته اورول شوى چي دوى په مكې مكرمې كي له ورته گواښونو سره مخامخ ول، ځورول كېدل، وژل كېدل او هجرت ته مجبورېدل، په دې سره دوى ته ويل شوي چي ستاسو دريځ، وينا، صبر، مقاومت، پرالله تعالى توكل بايد همغسي وي لكه ستاسو د مخكنيو مؤمنو وروڼو.

د همدې صابرانه او همتناك ځواب له كبله الله تعالى بني اسرائيلو ته د نړۍ پر ټولو قومنو فضيلت وركړ، د فرعون واكمني ئې د دوى په لاس نسكوره كړه، د زمكي وراثت او د ولسونو د لارښووني او هدايت وړتيا ئې د دوى په برخه كړه. لكه چي قرآن فرمايي:

وَأَوۡرَثۡنَا ٱلۡقَوۡمَ ٱلَّذِينَ كَانُواْ يُسۡتَضۡعَفُونَ مَشَٰرِقَ ٱلۡأٓرۡضِ وَمَغَٰرِبَهَا ٱلَّتِي بَٰرَكۡنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلۡحُسۡنَىٰ عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُواْ ۖ وَدَمَّرۡنَا مَا كَانَ يَصۡنَعُ فِرۡعَوۡنُ وَقَوۡمُهُۥ وَمَا كَانُواْ يَعۡرِشُونَ ١٣٧

او د هغي زمكي ختيځي او لوېديځي برخي چي بركتونه مو په كي اېښي وو هغه قوم ته په ميراث وركړې چي په استضعاف كي ساتل كېدل او ستا د رب غوره وينا د بني اسرائيلو په اړه په دې سبب بشپړه شوه چي صبر ئې وكړ او هغه څه مو ويجاړ كړل چي فرعون او قوم ئې جوړول او لوړول.

          دا آيت ښيي چي بني اسرائيلو په لومړي سر كي د موسى عليه السلام صادقانه ملگرتيا كړې، د الله په لار كي ئې ستونزي گاللې او صبر ئې كړى او د دغه اخلاص او صبر په وجه الله تعالى خپل تأييد او نصرت د دوى په حال شامل كړى.

وروسته وروسته ئې بې همتي كړې، له جهاد ئې لاس اخيستى، بې صبري ئې كړې، موسى عليه السلام ئې يوازي پرېښى؛ له همدې كبله له ذلت، سپكاوي، فقر او مسكنت سره مخامخ شوي.

برادران و خواهران عزيز!

حزب اسلامي در اين پنجاه سال مبارزه طولاني، پرخم و پيچ و پر از فراز و نشيبها؛ روزهاى سختى را سپري كرده، دو ابرقدرت بدمست و مغرور زمان خود؛ براى سركوبى آن وارد افغانستان گرديده، دو پكت بزرگ دنيا: وارسا و ناټو با تمامى شبكه هاى خطرناك و آدمكش و جنايتكار شان با اين حزب جنگيده، و حكومتهاى دستنشانده شان براى سركوبى اين حزب از هيچ جنايتى دريغ نورزيده، افرادش را دستگير كرده، به زندان كشانده، به شدت و به گونه بى رحمانه و وحشيانه تعذيب و شكنجه كرده، زندان بگرام، پلچرخى و حتى زندانهاى شخصى و مخفى چون زندان پنجشير را از آنان پر كرده، حتى به زندانهاى گوانتانامو و كشورهاى عربى انتقال داده، آخرين فرد باقى مانده در زندان گوانتانامو نيز مربوط به همين حزب اسلامي است، تعداد شهداء اين حزب در اين دو دور اشغال به صدها هزار شهيد مى رسد.

متأسفانه عده اى از افراد كودن و سفيه به جاى آن كه همت بلند اعضاء مؤمن اين حزب سربلند و متعهد به اسلام را ارج بگذارند و بستايند؛ بر عكس اين ملامتي را نيز متوجه حزب حزب اسلامي و قيادت آن مى دانند كه چرا مورد خشم و غضب اشغالگران و حكومتهاى دست نشانده شان قرار گرفته، چرا با محروميتها مواجه گرديده، چرا نتوانسته راه سازش و معامله گرى با دشمنان؛ نيروهاى خارجى و حكومت هاى مزدور و مفسد را در پيش نگرفته، و متعهدين حزب اسلامي را از محروميتها و دشوارى ها نجات نداده و ترتيبى نگرفته كه ديگر با آزمونهاى دشوار مواجه نشوند و مورد خشم و غضب دشمنان قرار نگيرند!!

منطق بى مايه اينان به اين معنى است كه هر كى مورد ظلم قرار گيرد و از خود دفاع كند، ملامت خود مظلوم است نه ظالم، و اگر تسليم ظلم شود و با ظالم بسازد و از مخالفت با ظالم اجتناب ورزد؛ كارش عاقلانه است و مستحق تحسين و ستايش!!

اين تحليل اگر در هر منطقى ديگر قابل فهم و تأييد باشد از نظر قرآن و در روشنايى رهنمودهاى پروردگار عليم و حكيم ما مردود است و آن را ايمان مى خواند. 

قرآن از مؤمنانى كه از سوى دشمن و در جريان مبارزه شان براى آزادى با آزمونها و دشوارى هاى جانكاه و جانفرسا روبرو

مى شوند؛ اين را مى خواهد كه چون جواب بنى اسرائيل به موسى عليه السلام بگويند:

... أُوذِينَا مِن قَبۡلِ أَن تَأۡتِـينَا وَمِنۢ بَعۡدِ مَا جِئۡتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُهۡلِكَ عَدُوَّكُمۡ وَيَسۡتَخۡلِفَكُمۡ فِي ٱلۡأٓرۡضِ فَيَنظُرَ كَيۡفَ تَعۡمَلُونَ

قبل از آمدنت نيز أذيت شديم و بعد از آمدنت نيز، در آزارها و أذيتها آزموده و پخته شده ايم، شكايتى از تو نداريم، آن را از سوى تو نمى دانيم،

كسانى كه حرفهاى غير از اين را گفته اند؛ قرآن در باره آنان مى فرمايد:

وَإِن تُصِبۡهُمۡ حَسَنَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِ ٱللّٰهِ ۖ وَإِن تُصِبۡهُمۡ سَيِّئَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِكَ ۚ قُلۡ كُلّٞ مِّنۡ عِندِ ٱللّٰهِ ۖ فَمَالِ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلۡقَوۡمِ لَا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ حَدِيثٗا النساء: 78

و اگر حسنه اى به آنان برسد مى گويند: اين از سوى خداست و اگر بدى و مصيبتى به آنان برسد مى گويند: اين از سوى تو است (اى پيامبر، يعنى كه بنابر همراهى با تو و در نتيجه تصاميم نادرست تو با مصيتها روبرو شده ايم)!! بگو: همه از خداست (و عاملش خود تان و عملكردهاى تان)؛ پس اين گروه را چه شده كه توان درك هيچ سخنى را ندارند!! 

د شينډنډ د مجاهدينو او عام ولس وحشيانه وژنه.

امريكايانو يو ځل بيا د لسگونو بې وزلو افغانانو په وينو خپل لاسونه سره كړل، د شينډنډ په زيركوه كي ئې د هغو افغانانو پر مېشت ځي هوائي او له بې پيلوټه الوتكو راكټي بريد وكړ د حزب اسلامي د يوه سابقه نوميالي قومندان، امان الله نيكزاد شهيد پر هغي سيمي بريد وكړ د ده زوى او نور خپلوان په كي راغونډ شوي وو، زوى ئې ننگيالى د طالبانو له هغي ډلي سره يو ځاى شوى وو چي له امارت اسلامي بېله شوې او په سر كي ئې ملا محمد رسول آخوند دئ، دا چي ولي ئې دا ستر جنايت كړى او موخه ئې څه وه، بېل بېل تحليلونه اورو، ځيني ئې تېروتنه او اشتباه گڼي چي قطعاً د منلو نه ده، ځيني وايي: امريكايان غواړي د معاهدې تر لاسليك وړاندي هغه جنگيالي ترور كړي او مراكز ئې وځپي چي په غالب گمان به د سولي مخالفت كوي او د جنگ د دوام اعلان به كوي، ځيني وايي: د آمر ستار پلويانو چي په ارگ كي ئې د ده فاتحه واخيستله؛ د انتقام په موخه؛ امريكايان هڅولي او هغوى ته ئې د مخكي په څېر غلط معلومات او كوردينات وركړي!! او ځيني داسي انگېري چي امريكايانو دا كار طالبانو ته د يوه امتياز وركولو په موخه كړى چي په بدل كي ئې طالبان هم بايد دې ته ورته كوم كار وكړي!!

له دغو تحليلونو كوم ئې دقيق او پر واقعيت ولاړ دئ؟ بايد انتظار وكړو چي حقيقت څرگند شي.

موږ دا وحشيانه جنايت په كلكه غندو، د مظلومو شهيدانو له كورنيو سره په دې غم كي شريك يو، باور مو دا دئ: تر هغه چي بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستان نه وي وتلي، د دوى لاسپوڅى مفسد او د افغان ولس دښمن حكومت نه وي نسكور شوى؛ د مظلومو افغانانو د بې رحمانه وژنو دا لړۍ به همداسي روانه وي. افغانان بايد د جنگ دغه دوه ستر او سپېره عوامل له منځه يوسي، د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدو ټولي بهانې او پلمې بايد ختمي كړي او د مفسد او خائن حكومت پر ځاى د ملت د خوښي او د ولس خادم حكومت رامنځته كړي. كه ملا وتړي او پر خپل توكل وكړي او پر يو ډاډمن محور راغونډ شي دې هدف ته په آسانۍ رسېدى شي.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

دوهمه خطبه

الْحَمْدُ لِلَّهِ نحمده و نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نؤمن به و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مِنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا * وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا * وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا * وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا 

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ بارك الله لنا و لكم فى القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هوالغفور الرحيم

تاریخ :20 جدي 98

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !