د لاسپوڅي مډالونه او د بادارغبرګونونه!

په ارګ کښې  د امریکایی سفیر جان بس د تللو  او مخې ښې په نوم شانداره مراسم جوړ شوي ول هغه ولس چې د سهار او ماښام لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره ستونځې ګالي او د همدی امریکایانو په لاس شپه ورځ وژل کیږي د همدې ولس له شتمنۍ او مالیو څخه هغه ته میلمستیا شوې وه

د ارګ واکمن د تملق او چاپلوسۍ په وروستي کرښه ولاړ ول او د هېواد له خزانې څخه د لوټ او تالان په ترڅ کښې یی د ستر غازي اکبرخان په نوم نومول شوی مډال هم د جان بس پر سینه ورټومبلی وو

دا د ارګ  د واکمن مورني خواص او کورنۍ تربیه ده چې هر یرغلګر جنرال ته تر پراخې افغان وژنې وروسته د خپلې چاپلوسۍ او اخلاص د تقدیم په موخه یو یو مډال ورکوي او ترننه یې په دې ترڅ کښې د هېواد او ولس له سرمایې او شتو څخه په لویه کچه غلا او په یرغلګرو وړي دي.

اشرف غني د یرغلګرو ستر مداح او چاپلوس:

د تاریخ په ډېرو پاڼو کښې مونږ د یرغلګرو لاسپوڅي لیدلي دي هغوی غندو او د بدې او ننګوونکې بېلګې په توګه یی یادوو خو دا ځل په داسی حال کښې د تاریخ پاڼې اړوو چې تر ټولو مخکنیو لاسپوڅو ډېر پریوتی لاسپوڅی مو د سترګو په وړاندی ولاړ دی

هغه د خپل هېواد  او ولس او دعسکرو وژل د نیویارک د امنیت لپاره ګڼي،هغه د هر یرغلګر په وژل کېدو امریکایی واکمنو ته د خاشینۍ پیغامونه لیږي،هغه د ورکو امریکایی سرتیرو په هدیرو کښې د ګلونو ګېډۍ ږدي،هغه د خپل هېواد ټولې اخلاقی ،سیاسي کرښې تر پښو لاندی کوي او د ټرمپ لیدو ته بګرام ته ځي هلته د امریکایی عسکرو په منخ کښې درول شوی وي د امریکایانو د قربانیو ستاینې او قصیدې  وایی او ټرمپ یی پر شاه  ټپوي د یوه وفادار نوکر په توګه یی د خپلو عسکرو منځ ته ورټېل وهي.

له دې ټولو سره هغه د خپلی واکمنۍ په څو کلونو کښې د یرغلګرو په لاس د هیڅ افغان پر شهادت خواشیني ونه ښودله پر هېواد یی لوی امریکایی بمونه وورېدل او د نوو وسلو د تجربې ډګر شو خو هغه امریکایی چارواکو ته د غلامۍ د بې پایه اخلاص په توګه تر خوله یو سوڼ هم ونه ایستلو.

د یرغلګرو همدا مداح نن په ارګ کښې د امریکایی یرغلګرو د سفیر پر سینه مډالونه ټومبل او جان بس خورا په غرور کښې ولاړ وو لږ موسکی وو ،د غلام په لاس بادار ته د مډال ټومبلو د مسخرې صحنې څخه یی کیف اخستلو او مخامخ دیواله ته یی کتل او اشرف غنی د هغه په یوه اړخ کلک نښتی وو او مډال یی ورته لګولو.

د جان بس غبرګون د بادار بې پروا فطرت:

جان بس تر هغه مډال اخیستلو دوې دقیقې وروسته وو که یو ساعت خو بیرون ته چې څنګه راوځي او هوا اخلی نو لومړنی څرګندونې یی همدا وې:

ماته مډال راکوونکی او زمونږ لاسپوڅی اشرف غني هیڅ سیاسي اعتبار نلري هغه د ولس رایه نده خپله کړې او په جعلی او ډېرو کمو رایو راغلی دی چې نه شي کولی دا جعل ساز د ولس رهبري وکړي او باید ټول اړخونه په واک کښې شامل وي

جان بس ویل چې زه پوهیږم چې هغه مونږ ته تر هر لاسپوڅي ډېر لاسپوڅی دی خو هغه ته اعتبار هم مونږ ورکړی او اعتبار هم مونږ تری اخلو ،پوهیږو چې هغه څنګه په درغلیو کښې تر ستوني ډوب او ښوییدلی دی او خپلو ټولو لاسپوڅو ته یو درس ورکوو چې ستاسی په لاس مونږ ته د مډالونه وړاندی کول هیڅ اهمیت نلری،ستاسی اخلاص مونږ له وړاندی پلورلی دی ستاسی ضمیرونه مو په ډالرو اخیستي دي او تاسی مو په خپلو الوتکو کښې هغه هیواد ته راوړی او واکمن کړی یاست چې ولس یی له تاسی سخت نفرت لری او یوه ورځ هم ستاسی منلو ته چمتو ندی

او دا څنګه منطق دی چې بادار لوی کړی غلام او لاسپوڅی پر بادار د یوه مډال احسان کیږدی؟

همدا خبره وه چی جان بس د مډال غبرګون په توندو ټکو ورکړ

خو د الله تعالی یو الهی سنت دا دی چې ذلیل اوسپک خلک تل ذلیله کوی د ظالمانو لپاره چاپلوس او مداح او د ظالم مرستندوی د هماغه ظالم په لاس سپک او تر پښو لاندی کوي دا سنت اوس زمونږ د سترګو په وړاندی مجسم ولاړ دی او جان بس خپل مخلص لاسپوڅی د دوو روپیو د پیازو په کچه هم ارزښتمند ندی ګڼلی.

په درنښت

قریب الله عابدي

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !