حزب اسلامي او د افغانیو ملاتړ!

د هېواد په کچه د یوه  ولسي سرلوړي اسلامي حزب څخه چې ټولې قومي او ژبنیزې اړیکې یې پولې نه محدودوي او د هېواد دګټو او دولس د سرلوړی لپاره هر راز قربانیو ته اوږه ورکوي له داسی یوه حزب څخه چې کله بحث کوو نو حتما به مو حزب اسلامي سترګو ته دریږي.

حزب اسلامي د دې لپاره کلونه کلونه مبارزه وکړه چې افغان ولس سرلوړی وي په خپلو پښو ولاړ وي، دپردیو له اسارت خلاص وي،پردی بیرغونه او پردی ټانکونه او الوتکی یی په خاوره کښې واک ونه چلوي د هېواد اداري ماشین د پردیو په اشاره ونه خوځیږي ،واکمن ورته له امریکا او اروپا څخه ونه ټاکل شي او په الوتکو کښې له بهر څخه هېواد ته رانه وړل شي،چارواکي یی داسی څوک نه وي چې د امریکایی او اروپایی سفیرانو په اشارو خوځیږي ،مونږ د یوه داسی سرلوړي افغانستان لپاره مبارزه کړې او کوو یې چې د لاسپوڅو دخیالونو له نړۍ څخه ډېر لوړ دی.

مونږ د حزب اسلامي په توګه د خپل هېواد پیاوړي اقتصاد او پیاوړي پولي واحد غواړو خخو له بده مرغه نن زمونږ د هېواد د چارواکو په جیبونو کښې یا یورو او یا ډالر پراته وي خو د ولس د تیرایستلو لپاره د افغانیو دروغین شعارونه اوچتوي خپلې ټولې راکړې ورکړې به ډالرو او یورو او نورو پولي واحدونو کوي خو ولس ته به نارې وهي او د تیرایستلو هڅه به یی کوي چې افغانۍ ترویج کړی دوی به همدا راز ټولې سرمایی له هېواده د باندې نورو هطوادونو ته نقلوي هلته یی په بانکونو کښې اچوي اویا هم له هېواد د باندی د تجارتی اړیکو او کورونو په جوړولو مصروفوي

یوه خبره جوته ده چې ولس صمیمي دی د دوی په بڼه په درواغو باندی باور نلري ولس رښتیا هم خپلو ملی ګټو ته ژمن دی او د ټولو بهرنیو یرغلګرو اسعارو په وړاندی مبارزه کوي که هغه پاکستاني کلدارې،ایراني ریال او امریکایی ډالر او اروپایی یورو وي

ولس خپل ملی پولي واحد ته تر هرچا ډېر ژمن دی خو چارواکي د ولس د همدی احساساتو څخه د سوء استفادې لپاره دا غږونه اوچتوي په داسی حال کښې چې چارواکي له هر اړخه د خپلو خیانتونو،درغلیو ،غلاوو او جعل په ناوړه ګرداب کښې راګیر دی د ولس د پام اړولو لپاره یی دا شعارونه جګ کړل

که رښتیا دوی داسی د خپل ملی پولی واحد ملاتړي وی نو خپلی پانګی د هېواد ته راوړي او له ډالرو،یورو او نورو څخه یی د افغانیو ته واړوي او په خپل هېواد کښې دپانګونه وکړي.

خو دوی چې کله د هېواد ملی شتمني چور کړي نو په منډه تر یی تر اوروپایی ،امریکایی،او د دوبۍ تر بانکونو ورسوی او بیا نارې کړي چې مونږ د افغاني پولي واحد ملاتړ کوو!!

په زړه پوری نده چې په خپل ژوند کښې به یوځل هم افغانۍ په لاس کښې نه وي اخیستی او ولس ته به د افغانیو د کارولو غږ کوي؟

په دی وروستیو کښې په ارګ پوری تړلو کذابو او درغجنو کړیو په حزب اسلامي پسی په دروغو دا خبر خپور کړ چې حزب اسلامی د افغانیو د ترویج ملاتړ نه کوي په داسی حال کښې چې حزب اسلامی په دی اړه هیڅ کوم څه ندی ویلی او د خبریال په نوم یوې وېبپاڼې په دی سرلیک یو خبر هم ورباندی جوړ کړی دی

مونږ د ملی خاینانو،هېوادپلورونکو درغلی سازانو او امریکایی ارګ میشتو لاسپوڅو دا دروغ په کلکه ردوو او تل مو څرګنده کړی ده چې حزب د هېواد او ولس ګټو ته هرچا ډېر ژمن او وفادار دی

د افغانیو د ملاتړ په موخه مونږ ارګ میشتي او ټوله ټامي او بې منطقه کذابه طبقه دی ته راغواړو چې راشی خپلی کورنۍ له هېواد د باندی څخه هېواد ته راوغواړی،خپلی پانګې هم د بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته رانقل کړی او له ډالرو او نورو پولی واحدونو څخه یی افغانۍ ته واړوی،په خپلو جیبونو کښې د ډالرو او یورو په ځای افغانۍ وګرځوی ،معاشونه مو له لکونو او زرګونو ډالرو څخه افغانیو ته راښکته کړی او حتی غلا کړي ډالر او شتمنۍ مو هم افغانۍ کړی ګر چې له یوه غله او مفسد څخه دا هیله چې راځه افغانۍ وکاروه بې ځایه ده.

حزب اسلامي د یوه ولسي سرلوړي حزب په توګه د افغانیو د کارولو بشپړ ملاتړی دی او نورو هېوادونو د پولي واحدونو له صحنې څخه ایستل یی یوه ستره هیله ده مګر ددې مفسدو چارواکو تر سرلیک لاندې هېواد تل د بهرنیو پولي واحدونو ښکارګرځېدلی دی د همدی لپاره مونږ وایو چې د سولې له راتللو سره سم باید دا پرديپال او د پردیو د پولي واحدونو ملاتړي واکمن له واکه ګوښه کړل شي ترڅو ملی پولي واحد افغانۍ مخته ولاړه شي

د سرلوړي افغانستان په هیله

قریب الله عابدي

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !