ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو چاپه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي

د ولسي وګړو په کورونو د چاپو په دوام دا ځل بيا ګډو ځواکونو په ميدان وردګ ولايت کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

راپورونه وايي چې تيره شپه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ صدمردۍ سيمې په سنګ قلعه کلي ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او عام کليوال يې په خپلو کورونو کې ووژل.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونه په ډېر وحشت کليو ته ورغلي دي، د کورونو دروازې يې ماتې کړي دي، کورونه يې نړولي دي او شپږ تنه ملکي وګړي يې وژلي چې پنځه يې د يوې کورنۍ دي.

دوی وايي چې ګډو ځواکونو دوه تنه کليوال ژوندي له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نژدې هره شپه ګډ ځواکونه د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهي چې له امله يې  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ميدان وردګ يو له هغو ولايتونو څخه دی چې په کې ډېر ځله د ملکي وګړو کورونه د ګډو ځواکونو د چاپو هدف ګرځي او ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر اوسه د ميدان وردګ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !