هېواد کې د وروستيو پېښو په تړاو د حزب اسلامی افغانستان اعلامیه

په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې د هېواد په اوسني بحراني حالت کې هېوادوال په ټولیز ډول له بې امنۍ ځوریږي او هره ورځ هېواد کې د جنایاتو کچه د لوړیدو په حال کې ده او ورځ تر بلې هیواد کې، مسلحانه غلاوې اختطافونه، هدفي وژنې او د حکومت له خوا ړانده عملیات هغه څه دي چې د افغانانو ژوند ئې تریخ کړی او نور تر پوزې رسیدلي چې له امله یې ورځ تر بلې دولس او دولت تر منځ واټن مخ پر ډېریدو دی.

حزب اسلامي داسې احساسوي چې ګویا د څلویښت کلونو وړاندې موده بیا د تکرار په حال کې ده او هره ورځ هېواد کې، دیني علماء، مجاهدين، مسلمانان او د هېواد مطرح شخصیتونه وژل کیږي، د ترور هڅې ئې روانې دي چې د دوئ د امنیت د خوندیتابه په برخه کې د هېواد امنیتي ځواکونه او د ملي یوالي حکومت پاتې راغلی او داسې انګیرل کیږي چې دوئ د دغو ناخوالو په کنټرولولو کې ناغېړی کوي چې ښه بېلګه او ثبوت یې د سیاسي چارو د کارپوه او دیني عالم ښاغلي نظرمحمد مطمئن د ترور ناکامه هڅه چې په پایله کې ئې د قاتلينو په تفنګچې پسې یو شمېر خلک چې ځانونه د ملی امنیت کارمندان معرفی کوي راغلي چې ښاغلي مطمئن له هغه بزدله او پست فطرته قاتلینو تر لاسه کړې وه ډېرې پوښتنې پیدا کولی شي.

همدا رنګه د صدای سبز راډيو د څښتن، خطیب او مدرس مولوی حیات الدین(صاحبی) ترور، د میدان وردګو ولایت د جغتو برحال ولسوال او په لغمان ولایت کې د چاقوګانو په وسیله د حزب اسلامی د درې تنو متعهدینو وژنه او په شهادت رسول دا ثابتوي چې امنیتی ځواکونه په خپله ورسپارل شوې دنده کې غفلت او لا باليګري کوي، چې دا باید تر کلکې پوښتنې لاندې و نیول شي.

حزب اسلامي په هېواد کې وروستۍ پېښې په کلکو ټکو غندي، له حکومت او دولته غواړي څو راتلونکې کې د ورته پېښو په مخنيوي کې ډېره هڅه وکړي او د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه خپله اصلي دنده وبولي، څو په راتلونکي کې پر حکومت دهېوادوالو له لاسه تللی باور بیا تر لاسه شي او رامنځته شوی واټن له منځه ولاړ شي.

حزب اسلامی افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۳ نېټه

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !