د نوماندانو شورا: د ولسواکۍ له اوسني وضعیت د م.م امنیت شورا ته شکایت کوو

د نوماندانو شورا وايي په افغانستان کې د ولسواکۍ د اوسني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي. د نوماندانو شورا نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې حاکمو ټیمونو ولسواکي، ټاکنې او په حکومت کې ټول فعالیتونه انحصار کړي دي. ددوی په باور دغه ټیمونو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده او اوس هڅه کوي غیرقانوني او باطلو رایو ته شفافیت ورکړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د اوسني وضعیت، ټاکنو، درغلیو او د حکومتي چارواکو له غیر قانوني کړنو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي او د ولسواکۍ د اوسني وضعیت په اړه به اندېښنه ورسره شریکوي. دوی همدا راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې هېڅ ډول فشار ته دې تسلیم نه شي، شفافیت دې په پام کې ونیسي، د خلکو رایو ته دې درناوی وکړي او له خپلو صلاحیتونو دې پوره ګټه پورته کړي.

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !