جان بس: د ټاکنو کمیسیون له پرېکړو ملاتړ کوو

په کابل کې د امريکا سفیر وایي، د ټاکنو خپلواک کميسيون له پرېکړو ملاتړ کوي. جان بس وایي د ټاکنو خپلواک کمیسیون فعالیتونو متاثر کړی دی او په خبره یې دغه پروسه خورا شفافه پر مخ روانه ده. نوموړي د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو او مشرتابه چټ کار ستایلی دی او په خبره یې دوی به ارو مرو شفافې پایلې اعلانوي. جان باس په یوه ټوېټر پیغام کې لیکلي دوی هیله لري چې د خلکو رایو ته درناوی وشي او د هغو افغانانو حقوق تامین شي چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته. هغه ټینګار کړی چې یوازې بایومتریک شوې رایې د شمېرنې وړ دي او د کمیسیون له دې پرېکړې هم ملاتړ کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه د دوی بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.


شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !