زمان مزمل: اشرف غني د سولې په وړاندې خنډ دی

لیکوال، شناند او د سیاسي چارو کارپوه «محمد زمان مزمل» وایي، اشرف غني د سولې په وړاندې خنډ دی او د خپل واک دوام د بل هر څه په پرتله ورته مهم دی.

مزمل په خپله تازه مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات جدي وو او امریکا ټوله نړۍ ورسره په جریان کې اچولې وه؛ خو له مذاکراتو سره همهماله په کابل کې اشرف غني د سولې ضد دریځونه ونیول او متحده عرب اماراتو او نورو هیوادونو ته یې په همدې موخه سفرونه وکړل او په پایله کې یې د سولې په برخه کې د خنډ د ایجاد تر څنګ تش په نوم ټاکنې په جریان کې واچولې.

مزمل زیاته کړه « اشرف غني باید پوه شي، چې سوله د امریکا لپاره حیاتي مسله ده او په دې برخه کې د نوموړي مخالفت له قوي منطق نه برخورد دار نه دی، که چېرې امریکا سوله غواړي، دی یې په وړاندې درېدای نه شي  ځکه دده حکومت داسې نه دی چې د ټولو ګوندونو له ملاتړ دې برخمن وي».

نوموړي ټاکنې د خلګو د ګډون له پلوه پيکه یادې کړې او په خبره یې، اشرف غني د ټاکنو په مټ ځانته یو قوي مؤقف نشي موندلای؛ خو غواړي دوهمه دوره حکومت وکړي او دلته خپل اهداف عملي کړي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !