ټرمپ: په افغانستان کې د نظامي حضور غځولو ته لېوالتیا نه لرو

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»و ایي، نور امریکا د افغانستان په جګړه کې لېوالتیا نه لري او هغه وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري له دې هیواد څخه وباسي.

ټرمپ چې په واشنګټن کې یې یوې کمپایني ناستې ته وینا کوله، وویل « په افغانستان کې زموږ له نظامي شتون سره، سره په دې هیواد کې شرایط نه دي ښه شوي او د افغانستان خلګ لا هم په یو خراب وضعیت کې ژوند کوي».

نوموړي زیاته کړه « که څه هم خپلو جنرالانو ماته ویلي، چې په افغانستان کې طالبان له غرونو راکښته کېږي او خپلې حملې زیاتوي؛ نو ځکه ښايي هلته زموږ جګړه سخته شي، مګر اجازه راکړئ چې په واضح ډول ووایم، موږ له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو، موږ باید خپل هیواد او خپله اردو جوړه کړو».

د ټرمپ په قول، نور نه غواړي چې په افغانستان کې د نړیوال پولیس دنده ولري؛ ځکه په خبره یې، امریکا په سیمه کې ګڼې ستونزې لري او دا مهال یې چین او روسیه د دوو سترو رقیبانو په حیث رامخته شوي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال د افغانستان له جګړې بېزاره ښکاري، چې څه موده وړاندې یې ددې جګړې د ختمولو په تړاو له طالبانو سره کېدونکي مذاکرات ودرول؛ خو وروسته یې یوې کمپایني ناستې ته وویل، چې نور د بې پایه جګړو د پای ته رسولو او خپل هیواد ته د عسکرو د راستنولو وخت رارسېدلی.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !