ټاکنو کمېسیون: د مېزان په ۲۷ د پایلو اعلان ناشونی دی

د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د مېزان په ۲۷ نېټه د پایلو اعلان ناشونی ښکاري.

د ټاکنو کمېسیون یو تن غړي « مولانا محمد عبدالله» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « له ټاکنو یوولس ورځې تېرېږي او په  ۲۶۵۶۸ ټاکنیزو مرکزونو کې له موجودو ۲۲۴۰۰ بایومټریک دستګاوو او لومړیو معلوماتو څخه ۱۴۰۰۰ بایومټریک دستګاوې مرکزي سرور ته انتقال شوې، که چېرې د  لومړنیو معلوماتو مراحل طی کول همداسې دوام ومومي د مېزان په ۲۷ به د ټاکنو پایلې اعلانول ناممکن وي».

ټاکنو کمېسیون داسې مهال په اعلان شوې نېټه د ټاکنو پایلې اعلانول ناممکنې بولي، چې د یاد کمېسیون چارواکي وايي، د نوماندانو له لوري تر فشار لاندې دي او د پایلو د ژر اعلان غوښتنه ورڅخه کېږي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو په دې برخه کې د ناټو له استازو مرسته غوښتې وه او له هغوی یې هیله کړې وه، چې د نوماندانو سره په ناستو کې هغوی د پایلو د اعلان تر مهاله انتظار ته قانع کړي.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !