واشنګټن ایکزماینر: د طالبانو او امریکا خبرې افغان جګړه نه شي ختمولی

د امریکا او طالبانو ترمنځ له روانو مذاکراتو د افغان جګړې د پای ته رسولو تمه نه شي کېدلی. واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، روان کال د افغانستان د تېرې اتلس کلنې جګړې تر ټولو خونړی کال و. سرچینه کاږي دغه کال داسې مهال تر ټولو خونړی و، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ او بې سابقې خبرې هم روانې وې. واشنګټن ایکزماینر لیکي دغه خبرو نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې د تېرو کلونو په پرتله یې لا خونړۍ او وحشتناکې کړې. له همدې امله دغه سرچینه وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له مذاکراتو د افغان جګړې د ختمولو تمه نه شي کېدای. په مطلب کې راځي د میاشتو خبرې د ټرمپ په څرګندونو ختمېږي، پر طالبانو هوایي بریدونه ډېرېږي او د جګړې ډګر تر بل هر وخت ګرمېږي، نو ددې اړتیا ده چې د افغان جګړې د پای لپاره پر نوو لارو چارو فکر وشي.


شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !