غزني په پوهنتون کې چاودنې ۲۰ محصلین ټپيان کړي دي

د راپورونو له مخې نن سهار د درس پر مهال د غزني پوهنتون په یوه ټولګي کې د ننه چاودنه شوې ده. چاودنه د دري ادبیاتو په څلورم ټولګي کې شوې ده. د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې نوعیت تر دې دمه نه دی مشخص شوی. راپورونه وایي چې په پېښه کې پنځلس نجونې او پنځه هلکان ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري هم دغه پېښه تایید کړې او وايي په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !